د لاس رسي وړ اتصالات

وسله‌والو د نورستان د کلیو پراختیا رئیس تښتولی


د نورستان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې وسله والو د دغه ولایت د کلیو پراختیا رئیس له موټره ښکته کړی او په نامالوم لور یې وړی دی.

د نورستان د والي ویاند سعید مومند امریکا غږ ته وویل چې تېره ورځ له غرمې وروسته د نورستان د کلیو پراختیا رئیس سید معصوم سیدي د نورستان مرکز پارون ته پر لاره و چې د کونړچپې درې ولسوالۍ مربوطاتو کې وسله والو له موټره ښکته کړی دی.

نوموړی وايي له سیدي سره درې نور ملګري هم و چې وسله والو ترې یو په ډزو وژلی دی او دوه نور یې د کلیو پراختیا له رییس سره یو ځای وړي دي.

په دغې پېښه کې تراوسه د وژل شوي او وړل شویو دوو کسانو د هویت په اړه ملعومات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې دوی طالبانو وړي یا وسله والو غلو او نه هم کومې ډلې د پېښې مسولیت منلی دی.

خو د والي ویاند وايي چې تښتول شوي کسان ژوندي دي او د خلاصون لپاره یې قومي هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG