د لاس رسي وړ اتصالات

بابر اعظم: سږکال د پاکستان وار دی چې د کرکټ نړیوال جام وګټي


بابر اعظم، د پاکستان د کرکټ ټیم کپتان
بابر اعظم، د پاکستان د کرکټ ټیم کپتان

د پاکستان د کرکټ ټیم کپتان بابر اعظم وايي، په ۲۰۲۱ کې نیمه پایلوبې او په ۲۰۲۲ کې پایلوبې ته له رسېدو وروسته، سږ کال د پاکستان وار دی چې د کرکټ نړیوال جام وګټي.

په ویسټ انډیز او متحده ایالاتو کې کېدونکي نړیوال جام ته د پاکستان تیاری له خنډونو سره مخامخ شوی، او د ټیم کپتاني په داسې حال کې د تیز توپ اچوونکي شاهین شاه افریدي څخه بیرته بیټسمن بابراعظم ته وسپارل شوې چې د جام لوبو ته یوازې درې میاشتې پاتې وې.

په نړیوال جام کې ګډون کوونکي ټیمونه اړ وو چې د مۍ تر لومړۍ نیټې پورې د خپلې ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ د کرکټ نړیوالې شورا ته وسپاري، خو پاکستان یوازې تېره اونۍ وتوانېد چې ددغه جام د پاره خپله لوبډله اعلان کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي مسئول وهاب ریاض د مۍ میاشتې په پیل کې، د لوبغاړو د فیټنس (روغتیا) په برخه کې ستونزې ددې ځنډ لامل وښود او ژمنه یې وکړه چې نړیوال جام ته د تیاري په لړ کې، له ایرلنډ او انګلنډ سره د پاکستان د لوبو په ترڅ کې به لوبډله اعلان کړي.

د جون په لومړنۍ نیټه پیلېدونکي نړیوال جام په لوبو کې پاکستان له هند، ایرلنډ، کاناډا او کوربه متحده ایالاتو سره په یو ګروپ کې دی چې له دې ګروپ څخه یوازې دوه ټیمونه دوهم پړاو (سوپر ۸) ته لار مومي.

که د پاکستان ټیم د جون په نهمه په نیویارک ښار کې هند ته لوبه وبایلي نو بل پړاو ته د تللو لپاره اړ دی چې ورپسې اونۍ په فلوریډا ایالت کې له ایرلنډ څخه لوبه وګټي.

بابر اعظم ډاډمن دی چې ټیم به یې دا ځل بختور وي. نوموړي ایرلنډ ته له تللو وړاندې وویل: "نیمه پایلوبې او ورپسې پای لوبې [ته ورسېدو]. ځکه نو دا ځل زموږ وار دی چې جام وګټو."

تېر کال په نومبر کې په پنځوس اوریز نړیوال جام کې له ناکامۍ وروسته، پاکستان په خپله لوبډله کې ګڼ بدلونونه پلي کړي، د ټیم روزونکي بدل شوي او د سپین توپ کپتاني له بابر اعظم څخه شاهین شاه افریدي ته له ورکړل کېدو وروسته بیرته بابر اعظم ته سپارل شوې ده.

د پاکستان د کرکټ بورډ اداره ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته سپارل شوې ده او نوموړي د غوراوي د کمیټې د غړو د بدلولو سربیره په بورډ کې یو لړ تغیرات پلي کړي دي. نړیوال جام ته د لوبغاړو د تیاري په لړ کې، هغه د پاکستان له پوځ سره د لوبغاړو د دوو اونیو د فیټنس تمرینات هم په لاره اچولي دي.

نقوي همدارنګه اعلان کړی چې د نړیوال جام د ګټلو په صورت کې به هر لوبغاړي ته ۱۰۰ زره ډالر جایزه ورکړي.

د پاکستان تیز توپ اچوونکی محمد عامر او سپینر عماد وسیم له تقاعد وروسته دوباره په ټیم کې شامل شوي ترڅو د تیز توپ اچوونکو شاهین شاه افریدي او نسیم شاه سره د ټیم د توپ اچونې برخه پیاوړې کړي.

خو د توپ وهنې په برخه کې د پاکستان بې ثباتي د ټیم عمده ستونزه بلل کیږي او که په رښتیا غواړي چې پاکستان "جام وګټي"، نو توپ وهونکي یې اړ دي چې د توپ اچوونکو ملا وتړي.

نړیوال جام ته د پاکستان ۱۵ کسیز سکواډ: بابر اعظم (کپتان)، ابرار احمد، اعظم خان، فخر زمان، حارث روف، افتخار احمد، عماد وسیم، محمد عباس افریدی، محمد عامر، محمد رضوان، نسیم شاه، سیام ایوب، شاداب خان، شاهین شاه افریدی، عثمان خان

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG