د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه، خو د غونډې پر مهال د هرات وروستۍ پېښې او د ښځو د حقونو وضعیت هم د ګڼو غړو د اندېښنې وړ موضوع وه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو پنځو دایمي او لسو غیر دایمي غړو د یوناما د ماموریت د غځولو له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ او ورته یې مثبته رایه ورکړه.
د امریکا استازي د پرېکړه لیک له تصویب وروسته وویل، یوناما په افغانستان کې د بشري وضعیت، سیاسي خبرو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه امنیت شورا ته مهم معلومات وړاندې کوي او د دغه ماموریت دوام د سولې او ثبات لپاره ضروري دی.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو لپاره بدیله استازې جنیفر لوسیتا وویل: "طالبان باید د ترهګرۍ پر ضد خپلو ژمنو باندې عمل وکړي، د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته درناوی وکړي، د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته ورسوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو نه بښونکې سرغړونې ودروي. سربېره پر دې، طالبان باید هغه ټول محدودیتونه لرې کړي چې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي او د هېواد د پرمختګ او ثبات مخه نیسي."
د امریکا استازي ټینګار وکړ چې طالبان باید هغه محدودیتونه لرې کړي چې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د فعالیتونو مخه نیسي او د یوناما کار اغېزمنوي.
واشنګټن د یوناما د ماموریت د ستراتیژیکې ارزونې هرکلی هم وکړ او ویې ویل چې دا ارزونه به مرسته وکړي څو د ماموریت لومړیتوبونه او دندو ته بیا کتنه وشي او د افغانستان لپاره یې اغېزمنتوب زیات شي.
د امریکا استازي همدارنګه د دوحې د سیاسي بهیر لپاره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ژر تر ژره وټاکي او ویې ویل چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره سیاسي بهیر باید لا پیاوړی شي.
د ډنمارک استازې هم د یوناما د ماموریت غځول مهم وبلل او ویې ویل چې د ښځو، نجونو، مدني فعالانو او خبریالانو د حقونو څارنه باید د یوناما د ماموریت اساسي برخه پاتې شي.
هغې د هرات وروستیو پېښو ته په اشارې وویل چې د ښځو نیول او د سوله ییزو مظاهره کوونکو پر وړاندې د زور کارول د جدي اندېښنې وړ دي.
ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کرسټینا مارکوز لاسن وویل: "په هرات کې د ښځو وروستي نیول او د مظاهره کوونکو پر وړاندې د مرګوني ځواک کارول د افغانستان د اوسني وضعیت یو څرګند او اندېښمنوونکی یادونه ده. که څه هم موږ خواشیني یو چې دا اندېښنې په پرېکړه لیک کې په څرګند ډول ځای نه شوې، خو د دغو پېښو څارنه او راپور ورکول به د یوناما د ماموریت یوه مهمه او اساسي برخه پاتې شي."
د لاتویا استازي هم د ښځو د حقونو، د ماشومانو د خوندیتوب او د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما د راپور ورکولو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه د هرات د وروستیو اعتراضونو پر مهال د لسګونو ښځو نیول او د زور کارول وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
بل لور ته، چین هم ددغه ماموریت څخه ملاتړ وکړ. د چین استازي وویل چې یوناما باید د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پُل په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.
بیجینګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې زیاتې کړي، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او بندیزونه لرې کړي.
د چارو ځینې شنونکي وایي چې د یوناما د ماموریت غځول یوازې اداري اقدام نه دی؛ بلکې دا د دې نښه ده چې ملګري ملتونه نه غواړي افغانستان د نړیوالې اجنډا له پامه وغورځوي.
د ښځو د حقونو فعال ډیوه پتنګ د یونما د ماموریت د غځيدو په هکله وایی که څه هم دغه اداره د طالبانو د پالیسیو د بدلولو توان نلري خو ددوي شتون دننه په افغانستان کې اهمیت لري. بل لورته د سیاسی چارو شنونکی غوث جانباز وایې ددې ادارې د ماموریت غځیدل یو ښه ګام دی او د افغانستان د شري وضیعت د مرستو رسولو لپاره ددې ادارې فعالیت په افغانستان کې خورا اړین دی.
په ټوله کې د امنیت شورا د غړو څرګندونو وښودله چې نړیواله ټولنه لا هم یوناما د افغانستان د بشري وضعیت د څار، سیاسي تعامل او د بشري حقونو د ملاتړ لپاره یوه مهمه وسیله بولي، خو په ورته وخت کې له طالبانو غواړي چې د ښځو د حقونو، سیاسي مشارکت او نړیوالو ژمنو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
فورم \ دبحث خونه