د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د بندیز په اړه د امنیت شورا اندېښنه


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر لوړو زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومي شپږمه) په یوې اعلامیې کې د دې ترڅنګ په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه هم خپله اندېښنه تکرار کړې ده او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړه، برابر او معنا لرونکي مشارکت غوښتنه کړې ده.

دغه شورا له طالبانو څخه هم غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي خلاص کړي او په دې برخه کې خپل چلند بدل کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو حکومت د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډوي.

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ادرس څخه د "امارت او خصوصي" پوهنتونونو په نوم خپور شوی، راغلي چې د "کابینې د پرېکړې پر بنسټ... د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې".

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لوړو او ښوونځيو بندېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي، د امریکا متحده ایالاتو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو او اسلامي هیوادونو له طالبانو څخه غوښتي چې په دې اړه خپل پرېکړه بیرته واخلي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم په افغانستان د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د طالبانو حکومت د بندیزونو د ژر تر ژره لیري کېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ګوتیریش پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ښځو په وړاندې د طالبانو وروستي محدودیتونه د نه توجه وړ او له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

هغه ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د محرمولو او خاموشه کولو کړنې دوام لري او په خبره یې دا د افغانانو د ناهیلۍ سبب ګرځي.

تیره اونۍ د طالبانو حکومت په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډوي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلارو ویلي چې د راتلوونکي لمریز کال وري میاشت کې به په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو او ښوونځیو خلاصېدو په اړه جدي پرېکړه وشي.

هغه تیره ورځ ویلي چې د لازمو شرایطو په رامنځته کولو سره به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې بیرته خلاصي شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لخوا پربشري فعالیتونو د پام وړ منفي اغېز ولري.د دوی په خبره ځکه په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر اغېزمن کیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې دا ډول محدودیتونه له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د کړو ژمنو خلاف دي.

XS
SM
MD
LG