د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ګډون،ګڼو هیوادونو د نجونو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه په کلکه وغندله


د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر حکومتونو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) په یوې مشترکه اعلامیه کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کیدو په اړه د طالبانو پریکړې ته جدي غبرګون ښودلی دی.

د آسترالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویس، بریټانیا او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارتو او د اروپایي ټولنې استازي په یوې مشترکه اعلامیه کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د مخنیوي او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په اړه د طالبانو پریکړې په کلکه غندلي دي.

ددغو هیوادونو په اعلامیه کې راغلي: "موږ له طالبانو غواړو چې په پوهنتونونو کې د نجونو او میرمنو د تعلیم په اړه خپله پریکړه ډیر ژر او بې له ځنډه بدله کړي او هغه اقدامات هم له منځه یوسي چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي."

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډوي.

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ادرس څخه د "امارت او خصوصي" پوهنتونونو په نوم خپور شوی، راغلي چې د "کابینې د پرېکړې پر بنسټ... د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شوې".

دا په داسې حال کې ده چې نن چهار شنبه په کابل کې د نجونو د لومړنیو ښوونځیو یو شمیر ښوونکو وویل طالبانو هغوی له ښوونځیو وایستل او ویې ویل چې له دې وروسته اړتیا نشته چې خپلو دندو ته حاضر شي.

د طالبانو دا اقدام په افغانستان سربیره د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له خوا په کلکه غندل شوی دی.

د نړۍ د مهمو هیوادونو په مشترکه اعلامیه کې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو د اساسي بشري حقونو په وړاندې د طالبانو له خوا نور ناوړه محدودیتونه هم غندل شوي دي. دغو هیوادونو زیاته کړې ده چې د افغان نجونو او میرمنو په وړاندې ظالمانه اقدامات بې رحمه او سیستماتیک دي.

په اعلامیه کې ویل شوي:" په تیرو ۱۶ میاشتو کې، طالبانو څه باندې ۱۶ فرمانونه صادر کړي چې د نورو تر څنګ، د میرمنو تحرک محدودوي، د کار له ځایونو څخه میرمنې لیرې کوي، له سر څخه تر پوښو پورې د میرمنو په حجاب ټینګار کوي، د پارکونو او ورزشي کلپونو په شان عامه ځایونو څخه میرمنې منع کوي او کونډې او بې سرپرسته میرمنې د نارینه محرم پرته په ناوړه حالت کې راولي."

که څه هم د طالبانو دا پریکړه په کلکه غندل شوې خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه د وضاحت له ورکولو ډډه کړې ده.

د یادو هیوادونو په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پالیسي ګانې ښکاره کوي چې طالبان د افغانستان د خلکو بشري حقونو او اساسي آزادیو ته پاملرنه نه لري او طالبان په دې ډول کړنو سره ځانونه له افغانانو او نړیوالې ټولنې څخه لرې کوي.

دغو هیوادونو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې له عامه ژوند څخه به د میرمنو د لرې کیدو لپاره د طالبانو طرحه شوي پلانونه له طالبانو سره د نړۍ د هیوادونو د تعامل په څرنګوالي اغیر وکړي.

XS
SM
MD
LG