د لاس رسي وړ اتصالات

بریټانیا او ملګري ملتونه افغانستان سره د مرستو د یوې غونډې کوربه توب کوي


د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه
د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه

د بریتانیا حکومت د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو سره یوځای له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د ترلاسه کیدو د یوه کنفرانس کوربه توب کوي.

رویټرز خبري آژانیس راپور ورکړی چې ددغه کنفرانس هدف په افغانستان کې د بشري کړکیچ کموالی دی، هغه هیواد چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، له پراخې لوږي او فقر سره مخ شوی دی.

دا کنفرانس چې ټاکل شویده د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې په انلاین شکل جوړ شي، تمه لري د افغانستان لپاره ۴.۴ میلیارده ډالره مالي مرسته ترلاسه کړي. دا په نړۍ کې تر ټولو ستر مالي رقم دی چې د یوه هیواد لپاره غوښتل کیږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو او د لودیځ له ملاتړ څخه د برخمن حکومت تر ړنګیدو وروسته پر هغه هیواد د بهرنیو مرستو ډیره برخه بنده شوه. ملګرو ملتونو اټکل کړی چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نلري او ښوونځي او روغتونونه نشي کولی د خپلو کارکوونکو تنخاوي ورکړي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې بشري کړکیچ "بې ساری دی" او که اقدام ونشي ناوړه عواقب به ولري.

میرمن ټرانس زیاته کړه:"بریټانیا په پام کې لري چې له افغانستان سره د مرستو د جذب په برخه کې د نړیوالو هڅو رهبري وکړي. موږ به خپل نړیوال متحدین په څنګ کې ولرو."

هغې وویل دا مهمې مرستې به نه یوازې اړمنو کسانو ته خوراکي مواد، سرپناه او صحي خدمات برابر کړي بلکې له دې مرستو څخه به د نجونو او میرمنو د ساتلو او په سیمه کې د ثبات لپاره هم کار واخیستلای شي.

د نړیوالو مرستو کمښت، وچکالۍ، د نغدو پیسو کموالي افغانستان سقوط ته نږدې کړی دی او د خوراکي توکو د بیې لوړوالی ددې لامل شوی چې په هغه هیواد کې لوږه او فقر ډیر زیات شي.

له افغانستان سره د مرستو دا نړیوال کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې تمویل کوونکي هیوادونه هڅه کوي طالبانو ته ددغو مرستو له منفعت پرته افغانانو ته د مرستو زمینه مساعده کړي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته‌ د یوه همه شموله حکومت د جوړیدو ژمنه وکړه. خو نړیوالې ټولنې ویلي دي چې طالبانو نه یوازې په دې اړه په خپلو ژمنو عمل ندی کړی بلکې غیر قانوني وژنو او پر میرمنو او نجونو د محدودیتونو وضع کیدو ، غربي هیوادونه ناهیلي کړي دي.‌

XS
SM
MD
LG