د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي‌ ډګر ته نژدې د نورو احتمالي بریدونو خبرداری


تېره ورځ د داعش په برید کې څه باندې ۱۰۰ تنه ووژل شول
تېره ورځ د داعش په برید کې څه باندې ۱۰۰ تنه ووژل شول

سپینه ماڼۍ وايي امریکایي قومندانانو او دپلوماتانو له ولسمشر جوبایډن سره په خبرو کې د کابل په هوايي‌ ډګر کې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید په څېر د بل برید د احتمال په اړه معلومات ورکړل.

دغه ملاقات کې چې نن جمعه اګست ۲۷ (زمری۵) د «وضعیت خونه» کې وشو، د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس د ویدیو کنفرانس له لارې او همدغه راز د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو او نورو چارواکو په کې ګډون کړی و.

ښاغلي بایډن ته معلومات ورکړل شو چې د «موجوده ګواښونو سره سره زړور امریکایي عسکر د تخلیي تاریخي عملیات روان» ساتلي‌ دي.

تېره ورځ د کابل د هوايي ډګر مخې ته ځانمرګی برید وشو چې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د داعش ډلې د دغې برید مسولیت ومانه او ولسمشر جوبایډن له برید وروسته د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکايي قومندانانو ولسمشر او د هغه مرستیالې ته یې د داعش-خراسان د هدف ګرځولو په اړه د وروستیو پرمختګونو په هکله هم معلومات ورکړل او دا خبره هم وشوه چې «را روانې څو ورځې به تر دې دمه د دغه ماموریت تر ټولو خطرناکه مرحله» وي.

اعلامیه وايي چې ولسمشر بایډن قومندانانو ته بیا ډاډ ورکړ چې د «عسکرو ساتنې عملیاتو لپاره» چې هر ډول صلاحیت ته ضرورت لري، د هغه تائید ورسره دی.

د تخلیې ماموریت

امریکایي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو او نورو هغو کسانو چې ژوند یې په خطر کې دی او اسناد په لاس کې لري، د اېستلو بهیر روان دی او هر ساعت زرګونه کسان اېتسل کیږي.

ولسمشر بایډن خپلو دپلوماتانو ته ویلي دي چې له نورو هېوادونو سره دې هم دپلوماتیکې هڅې روانې ساتي چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته هم له خطر سره د مخامخ افغانانو د اېستلو بهیر روان وساتل شي او هغوی درېیم هېواد ته انتقال شي.

امریکايي چارواکي وايي په شاوخوا ۲۴ساعتونو کې یې د امریکا د پوځ په ۳۵الوتکو کې ۱۲۵۰۰کسان له کابل څخه اېستلي او نورو هېوادونو ته انتقال کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې په اساس د اګست له څوارلسمې نېټې څخه نیولې تر نن جمعه اګست ۲۷ (وږي۵) پورې له افغانستان څخه ۱۰۵۰۰۰کسان اېستل شوي دي.

په دوی کې امریکايي او د نورو هېوادونو اتباع شامل دي خو اکثریت یې هغه افغانان دي چې د بهرنیو ځواکونو، نړیوالو ادارو او افغان حکومت سره کار کړی او فکر کوي چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند ته خطر دی.

دا بهیر له هغه وروسته ډېر چټک او تېز شو چې شاوخوا دوې اونۍ مخکې طالبانو د کابل ښار ونیوه.

XS
SM
MD
LG