د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي ډګر ته غځېدلې لارې تړل شوي، ګڼه ګوڼه کمه شوې


عکس: د کابل هوايي ډګر عمومي دروازه
عکس: د کابل هوايي ډګر عمومي دروازه

د کابل حامد کرزي په نړیوال هوايي ډکر کې د پنجشنبې د ماښام د چاودنو وروسته نن د جمعې په ورځ طالبانو دغه هوایي ډکر ته غځیدلې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلي دي.

د لارو د بندېدو وروسته د هوایي ډګر په عمومي دروازه کې خلک نه لیدل کیږي‌ او یوازې د طالبانو امنیتي ساتوونکي له نظامي وسایطو سره ولاړ دي.

خو خو له دې سره سره اوس هم یو شمیر کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د امنیتي پوستو سره نږدې د لارې د خلاصېدو ته انتظار وباسي.

د تیرو ورځو پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده. طالبانو د هغو بسون تګ راتګ هم درولی دی چې د بهرنیو سفارتونو له خوا ورته د ایمیل او ګرځنده تیلیفونو له لارې هوایي ډګر ته د ورتګ بلنه ورکړل شوې ده.

د هوایي ډګر شاوخوا کورونو اوسیدونکي هم د خپلو ورځنیو چارو لپاره په پښو تګ راتګ ته مجبور شوی دي.‌

په دغه سیمه کې د رحمت الله په نوم یو اوسیدونکي امریکا غږ اشنا ته وویل د تیر ماښام د بمې چاودنو وروسته طالبانو خلک د هوايي ډګر له شاوخوا سیمو څخه وشړل.

د حامد کرزي هوايي ډګر کې د تیرې ورځې د ماښام په دوو پرله پسې چاودنو کې د راپورنو له مخې شاوخوا ۱۲ امریکايي سرتیري او ۶۰ ملکي افغانان وژل شوي او لږ تر لږه لس امریکايي سرتیري او ۱۴۰ ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

تیره شپه د هوايي ډګر په ځینو برخو کې د نورو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي خو طالبان وايي چې بهرنیان له افغانستان څخه وځي او خپل هغه تجهیزات چې نه یې وړي،‌ الوځوي او دا غږونه د همدغو تجهیزاتو وو.

XS
SM
MD
LG