د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د پرېګوژین بغاوت وښودله چې پوتین د اوکراین په جګړه کې ناکام دی


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي لا له وخته وړاندې ده چې وویل شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل هېواد کې د وسله وال بغاوت له امله څومره کمزوری شوی، خو هغه په ښکاره د اوکراین جګړه بایللې ده.

بایډن وویل: "هغه په کور دننه جګړه بایلي، او هغه په ټوله نړۍ کې ترډیره بدنام شوی دی. دا یوازې ناټو نه ده، دا یوازې اروپایي اتحادیه نه ده، دا جاپان دی، تاسو پوهیږئ، دا ۴۰ هیوادونه دي."

متحده ایالاتو په روسیه کې د شنبې د ورځې پیښو ته محتاط غبرګون ښودلی. د شنبې په ورځ په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو واګنر ملیشو مشر یوګني پریګوژین د مسکو په خلاف وسله وال بغاوت وکړ، د مهمو پوځي تاسیساتو له نیولو وروسته یې پوځیان د مسکو په لور روان شول، خو وروسته یې خپلو سرتیرو ته د شاتګ امر وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ویلي چې د پوتین په خلاف بغاوت ښیي چې پر اوکراین باندې د یرغل په اړه د هغه هیلې نه دې پوره شوي.

بلینکن وویل: "دا واقعاً غیر معمولي خبره ده چې موږ شپاړس میاشتې مخکې چې کله روسي ځواکونه کیف ته ننوتل، چیرته وو او اوس له هغه حالت څخه وتلي یو. هغه ملیشې چې پوتین جوړې کړې وې، د روسیې پلازمینې ته د ننوتو په حال کې وې."

د امريکا د سولې د انسټيټیوټ شنونکې هيدر اشبي وايي، پوتین اوس هڅه کوي چې ځان ځواکمن وښیي ځکه چې هغه پوهیږي پریګوژین هغه کمزوری ثابت کړی دی.

اشبي امریکا غږ ته وویل: "دغې پېښې په ډاګه کړه چې د روسیې د حکومت ځینې جوړښتونه څومره کمزوري دي ځکه چې د پریګوژین د اقدام په وړاندې پوځي مقاومت موجود نه و او د هغوی د مخنیوي لپاره کوم انتظام نه و.

اشبي د بایډن او بلینکن سره موافقه ده او وايي چې پر اوکراین باندې د پوتین یرغل د روسیې د حکومت لپاره یو ستراتیژیک ناورین دی، چې په اصل کې یې د روسیې د یو نسل راتلونکی ویجاړ کړی دی.

پریګوژین په روسیه کې د شنبې د ورځې له وسله وال بغاوت وروسته د سه شنبې په ورځ د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په بلنه هغه هېواد ته ولاړ. د بیلاروس ولسمشر د پوتین متحد دی او د پریګوژین سره د هغه د لانجې د هوارولو دپاره یې منځګړیتوب کړی دی.

XS
SM
MD
LG