د لاس رسي وړ اتصالات

د واشګتن افغان بریدګر د فدرالي محکمې د نویو تورونو سره مخ دی


امریکايي چارواکي وايي، یو افغان چې تېره میاشت یې په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو په ډزو تورن دی چې پکې یوه سرتیره ووژل شوه او یو ټپي شو، له نویو فدرالي تورونو سره مخ دی او د هغه قضیه له یوې سیمه ییزې محاکمې څخه فدرالي محکمې ته لیږدول شوې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ رحمان الله لکڼوال په نویو فدرالي تورونو تورن کړ چې پکې "له یوه ایالت نه بل ته د جرم په نیت د وسلو لیږدول چې د یو کال څخه ډیر د بند سزا وړ جرم دی، او له یو ایالت نه بل ایالت ته د غلا شویو وسلو لیږدول شامل دي."

د نویو تورونو له مخې، لکڼوال د نومبر په ۲۶مه د واشنګټن په سیاټل کې په ۲۰۲۳ کال کې د غلا شوي ټوپک سره د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې. امریکایي چارواکو دا ډزې یو ترهګریز برید بللی دی.

د واشنګټن لپاره د امریکا څارنوالې جینین پیرو د ایکس په ټولڼیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي، دا تورونه د نومبر د ۲۶مې د برید په تړاو د امریکا د واشنګټن په محکمه کې د ثبت شوي شکایت په ترڅ کې لګول شوي چې پکې د ملي ګارد سرتیره سارا بیکسټروم ووژل شوه او د ملي ګارد بل سرتیری انډریو وولف سخت ټپي شو.

څارنوالې پیرو د تورونو د اعلانولو پر مهال وویل: " د سترې محکمې څخه د واشنګتن فدرال محکمې ته د دې قضیې انتقال دا ډاډ ورکوي څو موږ په جدي او دقیقه بڼه دا مسله تحلیل او تجزیه کړو چې دلته د اعدام د سزا د ټاکلو لپاره اړین ګڼل کیږي."

څارنوالې پیرو زیاته کړه: "سارا بیکسټروم یوازې ۲۰ کلنه وه کله چې ووژل شوه، او اوس یې مور او پلار د خپلې لور پرته رخصتۍ تیروي. انډریو ولف، د خدای شکر دی، ژوندی پاتې شو خو د رغیدو لپاره اوږده لاره په مخ کې لري."

۲۹ کلن لکڼوال مخکې په وسلې سمبال د عمدي قتل او د دسمبر په دویمه نیټه د ۲۰ کلنې بیکسټروم په ډزو کې د وژنې په تور تورن شوی و، چې د نومبر په ۲۷ مه د خپلو ټپونو له امله مړه شوه .

د هغې همکار، ۲۴ کلن اندریو ولف، سخت ټپي شوی و او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG