د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یوه افغان سرتیری درې امریکاېې سرتیري وژلی دي


د امریکا چارواکو ویلې دي چې د افغانستان په ختیځ کې د شنبې په ورځ یوه افغان سرتیري دری امریکاېې سرتیری وژلي او یو تن ېې په ډزو کې ټپي کړی دی.

د ننگرهارولایت د والي ویاند عطا الله خوگاڼی د رایټزرخبري اژانس ته ویلې دي چې دغه پیښه د ننگرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې شوي ده. په دغه سیمه کې د امریکا خاص ځواکونه د افغان سرتیرو سره یو ځایداسلامی دولت د ډلی او وسله والو طالبانو سره جنگیږی.

خوگاڼی زیاتې کړه چې افغان سرتیری هم وژل شوی دی او تر اوسه دا نه معلومه چې ولې ېي ډزی وکړې.هغه ووېل چې تحقیقات پیل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا ېې ځواکونو ویاند وویل، دوئ ته د پیښې راپورراسیدلی دی، د خو تفصیلات ېې نشی تائیدولې.

د سپنی ماڼی ویاند شان سپائسر وویل چېد امریکا جمهورریس ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې رابرسیره کیدونکې حالت تعقیبوي.

هغه په ټویټرکې لیکي دي، په افغانستان کې د راونو حالاتو په اړه د ملې امنیت چارواکو جمهوریس ټرمپ ته معلومات ورکړي دي.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلې دي چې دغه کس چې ډزي ېي کړی دي د وسله والو طالبانو د ډلی غړی ؤ. څلورامریکایی سرتیری ېې وژلۍ دي او څو نور ېې زخمیان کړی دي.

په اسلام اباد کې د امریکاغږ خبریال ایاز گل په خپل راپور کې واېې چې په افغانستان کې یو مهم نړیوال ډیپلوماټ ورته ویلې دي چې چارواکو په دی اړه هم تحقیقات پیل کړی چې آیا دغه پیښه خو به د هلمند د ولایت د پیښې سره کوم تړاو نلری.

د هلمند ولایت د نادعلې په ولسوالئ کې افغان سرحدی پولیس په گزمه بوخت وو چې د امریکاېي الوتکو پرهواېي برید کې ووژل شول. د امریکا پوځ په یوه بیان کې پیښه بخښنه غوښتې ده او ویلي ېي دي چې تحقیقات ېې پیل کړی دی

په هلمند کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې تیري جمعي په شپه په ناخبرۍ کې د دغه ولایت د سرحدي پوليسو پر یوه مرکز هوايي برید وشوی چې له امله ېي دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG