د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: افغان ملي امنیتي ځواکونو ډیر پرمختګ کړی


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې راتلونکی کال به ناټو د افغانستان په هکله یوه ستره غونډه دایره کړي چې دا به د هغه په اصطلاح د افغانستان د ۱۲ کلنې جګړې وروستیْ فصل وي. ښآغلي اوباما دغه خبرې د ناټو د عمومي منشی اندراس فاګ راسموسن سره په سپینې ماڼۍ کې وکړې . خو ځای او نیټه یې معین نکړل چې دغه غونډه به څه وخت دایریږي. ښاغلي اوباما داسي: ،،د امریکا ولسمشر داسي وویل: " ما او راسموسن دا فرصت درلودی چې نه یوازي د راتلونکي یونیم کال پر پلان جوړونې بحث وکړ، بلکې په دې مو هم ځانونه ډاډه کړل چي کله چي د امریکا په مشري ائتلافي قواووې د ٢٠١۴م کال په پای کې د افغانستان نه ووځي، نو ورورسته باید څه ډول اقدامات وکړوچې داخبره یقیني کړو چې د افغانستان امنیتي قواوو موثرې وي او خپل سرحدونه په خپله کنترول کړی شي او د ناټو غړي هېوادونه به په دې ډاډه وي چې افغانستان به بیا هیڅکله په راتونکي کې دترهګرو د مرکز په توګه و نه کارول شي.،،

ټاکل شوې چې ناټو په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې بشپړ کړي. اوس مهال امریکا او افغانستان پر دې باندي کار کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي تړون لاس لیک کړي. په افغانستان کې د ناټو پخواني قوماندان، متقاعد جنرال جان الن ویلي دي چې افغانان غواړي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتېدونکو امریکايي ځواکونو شمیر تعین شي او هغه مبهم حالت چې اوس د راتونکې په هکله حاکم دی هغه پای ته ورسېږي.

ښاغلي الن په واشنګټن کې د نیو آمریکن سکیوریټي په څیړنیز مرکز کې دغه خبرې وکړې او د دفاع د وزارت د یوه پخوانۍ جګپوړې چارواکې میشیل فلورني او د بروګینګس انسټیټوټ د دفاعي چارو د کارپو مایکل اوهانلن سره یې یوځای د افغانستان په هکله یو ریپوټ خپور کړی دی. په ریپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې که امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په مهال ویش کې بیړه وکړي یا نړیواله ټولنه د ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان سره مرستو ته ادامه ورنکړي یا پوره پاملرنه ورته ونکړي نو د دې خطر موجود دی چې په افغانستان کې لاسته راغلي پرمختګونه د لاسه ولاړ شي.

د ناټو عمومي منشي ښاغلي راسموسن هم د ولسمشر اوباما سره موافقه وکړه او زیاته یې کړه چې اوس په افغانستان کې هدف ترسترګو دی. ،،مونږ په غزم سره خپل د هدف پر خوا روان یوو او هغه یو داسي افغانستان دی چې پر خپلو پښو ولاړ وي. خو افغانستان به یواځي نه وي مونږ به یې څنګ ته ولاړ یوو. مونږ د افغانستان د عام ولس سره یو تل پاتې ملګرتیا ته چمتو یوو.،،


د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه اوس د اکثرو سیمو امنیتي مسولیت په غاړه لري او مستقله عملیات کوي. ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د ټول افغانستان مسولیت د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو وردغاړي شي.
دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر اوباما د افغان ځواکونو د پرمختګ په هکله خوشحالي څرګند کړه. ،،مونږ په افغان ملي امنیتي ځواکونو کې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی. مونږ غواړو چې دغه پرمختګ ادامه پیدا کړي. ددغه پرمختګ دپاره اساسي موضوع دا ده چې د ناټو ملګري هیوادونه چې د افغانستان سره مرسته کوي په همدغه ډول د افغاني انډیوالانو سره په موثره توګه کار ته ادامه ورکړي. ترڅو په راتلونکي کال کې مونږ په افغانستان کې د بریالیوو انتخاباتو شاهدان واووسو او د امنیتي چارو مسولیت به افغان ځواکونو ته وسپارل شي او په دې سره به په افغانستان کې زمونږ محاربوي ماموریت پای ته ورسېږي.،،

د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسمون هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو د نقش په هکله خبرې وکړې او وویل چې د ناټو رول به په افغانتسان کې د محاربې نه په سلامشورې بدل شي. ،،زمونږ اساسي او مهم ماموریت اوس افغانستان دی. زمونږ هدف ترسترګو لاندي دی او مونږ به د افغانستان د ماموریت په برخه کې یوه مهم پړاو ته ورسېږو. د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه به د ټول افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه واخلي، زمونږ قواووې به مشورې ورکوي. زمونږ محاربوي ماموریت به پای ته ورسېږي، زمونږ قواووې به بیرته زمونږ هیوادونو ته راسي، افغان ملي ځواکونونه به د امنیت بشپړ مسولیت په غاړه واخلي خو مونږ به هلته ورسره یوو او هغوي به روزو. اوس مهال مونږ د ۲۰۱۵ کال نه وروسته د افغانستان د پوځ د روزلو دپاره د ښوونې او روزنې پر یوه نوي ماموریت باندي کار کوو چې پيل شي. دا ماموریت به غیر محاربوي ماموریت وي او ډیر لږ قواووې به په کښي کار کوي.،،

د ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ملي امنیتي ځواکونو ته تر ټولو غټ مسولیت دا وردغاړي دی چې دا ثابته کړي چې د ټول افغانستان د امنیت د تامین ظرفیت او توان لري.
XS
SM
MD
LG