د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا الوتکه وړونکې کښتۍ ویتنام ته ورسیده


د رونالډ ریګن په نامه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو الوتکه وړونکې کښتۍ
د رونالډ ریګن په نامه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو الوتکه وړونکې کښتۍ

څو اونۍ وروسته له هغه چې ویتنامي مقاماتو د ویتنام په اوبو کې د چینایي کښتیو د تګ راتګ او لنګر اچولو په اړه شکایت وکړ، د رونالډ ریګن په نامه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو الوتکه وړونکې کښتۍ د یکشنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ ۴) د ویتنام د دانانګ ښار ته ورسیده.

د ویتنام په پلازمینه په هانوي کې د متحده ایالاتو سفارت وویل چې الوتکه وړونکی رونالډ ریګن کښتۍ د دوو نورو کوچنیو کښتیو په ملتیا چې یوه یې د کروز په رهبري شویو توغندیو سمباله د انتیتام کښتۍ او بله یې د رابرټ سمالز په نامه جنګي کښتۍ ده، دانانګ ته رسیدلي دي.

ویتنام او متحده ایالات نږدې سوداګریزې اړیکې لري او دواړه هیوادونه په سیمه کې د چین د مخ پر ودې نفوذ په اړه ګډې اندیښنې لري.

په تېرو څو اوونيو کې يوه کشفي بېړۍ، د چين د ساحلي ګارد څو کښتۍ او د چيني کب نيوونکو کښتۍ د ويتنام په ځانګړې اقتصادي سيمه کې د جنوبي چين سمندرګي په اوبو کې ګرځېدلې چې د هانوي د سخت اعتراض لامل شوې.

بیجینګ د جنوبي چین سمندرګي پر یوه لویه برخه چې له طبیعي زیرمو ډکه ده د ملکیت دعوه کوي. که څه هم د ویتنام، فیلیپین او مالیزیا په ګډون د سویل ختیځې آسیا یو شمیر هیوادونه هم د دې سمندرګي د ځینو برخو د ملکیت دعوا لري.

تیره میاشت، د هند سمندري کښتو په دانانګ بندر کې او تیره اونۍ د جاپان تر ټولو لویه جنګي بیړۍ د ویتنام په ساحلي ښار کام ران، کې لنګر واچوه.

د ویتنام د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فام تو هونګ د ویتنام په اوبو کې د نورو هېوادونو د جنګي بېړیو شتون "په سیمه او نړۍ کې د سولې، ثبات، همکارۍ او پرمختګ لپاره دوستانه تعامل" بللی دی.

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې که امریکا غواړي په سیمه کې د یو واکمن قدرت په توګه خپل دریځ وساتي، د دغه دریځ د ساتلو لپاره له ویتنام سره نږدې اړیکې مهمې دي.

د استرالیا د کانبرا په پوهنتون کې د سمندري امنیت څیړونکي، نیوین فونګ، فرانس پرس اژانس ته وویل، "متحده ایالات غواړي چې ویتنام ته د خپلې یوې خورا پیاوړې جنګي بېړۍ په استولو سره دا پیغام واستوي چې ویتنام ورته یو معتبر او د اعتماد وړ ملګری دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اپریل په میاشت کې هانوي ته د خپل سفر په ترڅ کې څرګنده کړه چې واشنګټن غواړي له ویتنام سره دپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کړي.

الونکه وړونکی رونالډ ریګن کښتۍ د ۲۰۱۵ کال راهیسې په جاپان کې ځای پر ځای شوی وه.

XS
SM
MD
LG