د لاس رسي وړ اتصالات

د چین پوځ وېشتل شوی چینايي بالون رهبري کاوه- استخباراتي راپور 


امریکا کې د چین وېشتل شوی بالون
امریکا کې د چین وېشتل شوی بالون

د متحدو ایالتونو استخباراتي ټولنې ارزونه کړې ده چې په امریکا کې د چین مشکوک جاسوسي وېشتل شوی بالون د چین د پوځ له لوري رهبري کېده.

دغې ټولنې ویلي دي‌، دا بالون چې تازه د امریکا حریم ته داخل شوی و، د چین د پوځ د لوی نظارتي پروګرام یوه برخه ده.

د سه شنبې په ورځ اول واشنګټن پوست او بیا سي‌ ان ان د چین د پوځ او دغه وېشتل شوي‌ بالون ترمنځ د اړیکو په اړه راپورونه خپاره کړل.

واشنګټن پوست د څو امریکايي مقاماتو له خولې، چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي، ویلي دي چې چین معمولآ دا نظارتي ماموریتونه په هغو ځایونو کې کوي، چې د بیجینګ ستراتیژیک علایق په کې په زیاتېدو وي، لکه جاپان، هند، ویتنام، تایوان او فلپین.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وندي‌ شرمن د چین په دې اړه ۱۵۰ دپلوماتانو او ۴۰ هېوادونو ته معلومات ورکړل.

د امریکا پوځ یو جنګي جټ د شنبې په ورځ د چین دا بالون ووېشت او نسکور یې کړ. امریکایي چارواکي وايي دا یو نظارتي بالون و او د متحدو ایالتونو په حریم کې یې پرواز د چین له لوري د امریکا د «ملي حاکمیت نه منونکی نقض» دی.

چین وايي چې دا یو ملکي بالون و او د علمي او ساینسي چارو لپاره ترې کار اخیستل کېده.د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې دا بالون د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې په ۲۸ د امریکا هوایي قلمرو ته د الاسکا په ایالت کې داخل شو، وروسته کاناډا ته ولاړ او څو ورځې وروسته بېرته د امریکا هوایي قلمرو ته داخل شو.

د پنټاګان چارواکو دا هم ویلي چې د پوځ د معلوماتو له مخې دا بالون امریکا ته کوم ستر خطر نه و امریکا ته جاسوسي ارزښت لري.

چین تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې یې بالون د هغوی و او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې وه چې په خبره یې د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې وه.

د امریکا د دفاع وزارت یو مقام ویلي‌ دي‌ چې د دغه بالون له وېشتلو وروسته بیجینګ د خپل دفاع وزیر سره د امریکا د دفاع د وزیر لوید استن د ملاقات غوښتنه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG