د لاس رسي وړ اتصالات

چین پاکستان ته دوې جنګي بېړۍ ورکړې  


د چین مطبوعاتو خبر ورکړی دی چې دغه هېواد د پاکستان سمندري ځواکونو ته دوې [جنګي] بېړۍ وسپارلې او په دې سره یې په ۲۰۱۸ کال کې د څلورو جنګي بېړیو لاسلیک شوی تړون بشپړ کړ.

د بیجینګ او اسلام اباد ترمنځ پوځي اړیکې ورځ تر بلې قوي کېږي. د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې، چې حکومت یې ملاتړی دی، تېره ورځ ناوخته راپور ورکړ چې د «۰۵۴اې» ډوله کښتۍ به د «پاکستان-چین اقتصادي دهلیز [سي پيک]» د سمندرنو حفاظت لپاره وکارول شي.

سي پیک یوه لویه اقتصادي پروژه بلل کېږي چې د چین شینګیانګ لویدیځ ایالت له پاکستان سره نښلوي او هدف یې دا دی چې په اینده کې د توکو او په ځانګړي ډول د ګازو د انتقال لپاره یوه بدیله لار برابر شي.

د پاکستان د ګوادر بندر د دغه پلان یوه بله برخه ده چې د عرب سمندر په یوې مهمې او کلیدي لار کې موقعیت لري.

له چین څخه د مخ په زیاتېدونکیو پوځي انتقالاتو [خریداریو] او د تجارتي لارو او پانګو د ساتنې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو تمرینونو څخه ښکاري، چې د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي او پوځي اړیکې ژورې شوي دي.

د چین لپاره د مالا په تنګي کې د سمندري محاصرې په صورت کې، د عرب سمندر ته رسېدل حیاتي او مهم دي.

چین تېرکال د مارچ په میاشت کې پاکستان ته د شپږو « J-10 » جټ جنګي الوتکو لومړۍ چوپه وسپارله. پاکستان همدغه راز د « Hangor Class» اوبتلونو فرمایش ورکړی چې ټاکل شوې د ۲۰۲۸ کال څخه مخکې ور وسپارل شي.

د اوونۍ په سر کې د چین د دفاع وزیر د پاکستان د سمندري ځواکونو مشر ته وویل چې د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره باید د دواړو هېوادونو د بحري ځواکونو په ګډون پوځیان «د همکارۍ نوې برخې» پراخې کړې چې ظرفیت یې لوړ شي.

د «فینیکس تلویزون» پوځي کارپوه شونګ ژونپينګ رویټرز خبری اژانس ته وویل: «زما په نظر د دواړو خواو ترمنځ د همکارۍ لیدلوري نور هم قوي کېږي.»

په دې وروستیو کلونو کې له هند سره د چین روابط، چې له پاکستان سره ښې اړیکې نلري، خراب شوي او همدغه راز له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په وتلو سره په سیمه کې یو ډول جیوپولیټیکي مبهم حالت رامنځ ته شوی دی. همدغو مسائیلو چین اړ کړی چې په سیمه کې یو قوي ایتلافي ومومي.

شونګ زیاته کړه: «د جنوبي اسیا د سولې او ثبات ساتل د دواړو هېوادونو رښتینو ګټو سره سمون خوري.»

XS
SM
MD
LG