د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونو په کندهار کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي


امریکايي ځواکونه وایي دغه بریدونه یې د دوحې تړون مطابق کړي دي
امریکايي ځواکونه وایي دغه بریدونه یې د دوحې تړون مطابق کړي دي

امریکايي ځواکونه وايي، په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د کندهار په ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت نن چهارشنبه مارچ ۱۷(کب ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد هوايي بریدونه یې د افغان ځواکونو په دفاع کې پر وسله والو طالبانو کړي دي.

هغه ویلي چې یاد هوايي بریدونه پر هغو وسله والو طالبانو شوي چې پر افغان ځواکونو یې بریدونه کړي وو.

بلخوا وسله والو طالبانو ویلي چې امریکايي ځواکونو د کندهار په پنجوايي، خاکرېز او ارغستان ولسوالیو کې د دوی پر هغو جنګیالیو هوايي بریدونه کړي چې په سفر روان وو یا په خپلو مرکزونو کې اوسېدل.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه هیوايي بریدونو کې د دوی یو شمېر جنګیالي مړه او ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو دغه هوايي بریدونه غندلي او د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د دوحې له تړون څخه یې سرغړونه بللې ده. او زیاته کړې ده که چیري بیا ورته بریدونه وشي، دوی به هم د نړیوالو ځواکونو په وړاندې ورته ګام پورته کړي.

خو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ویاند سوني لګیت بیا ویلي چې نړیوالو ځواکونو یاد هوايي بریدونه د دوحې تړون مطابق د افغان سرتیرو د دفاع لپاره کړي دي.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو تر دې مخکې هم له افغان ځواکونو څخه د دفاع لپاره پر طالبانو هوايي بریدونه تر کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د تیر ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو چې له مخې پر یو او بل یې د برید نه کولو موافقه هم شوې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان بیا نن امریکا غږ ته وویل چې د کندهار ولایت په ژړۍ، سپین بولدک، ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG