د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا چارواکي: باور لرو چی د القاعدې یو ځانمرګی بم چونکی نور د امریکا خلکو ته خطر نه دی.


جان برینن -- د امریکا دحکومت د تروریزم ضد او ملي امنیت یوه لوړپوړی چارواکی
جان برینن -- د امریکا دحکومت د تروریزم ضد او ملي امنیت یوه لوړپوړی چارواکی

د امریکا چارواکي اوس په دې باور لري چي د القاعدې یو ځانمرگه بم چونکی نور د امریکا خلکو ته خطر نه دی.

د براک اوباما د حکومت د تروریزم ضد یوه لوړپوړي سلاکار ( جان برینن ) پرون د سه شنبې په ورځ د امریکا د ( اې، بي ، سي ) د تلویزیوني شبکې سره په دې اړه یوه ورځ وروسته له هغه خبري وکړې چي امریکایي مامورینو ویلي وو چي په یمن کي د القاعدې څانگي غوښتل چي یوه ځانمرگه بم چونکی هغي الوتکي ته ور وخیژوي چي امریکا ته راروانه وه او هغه ته یې داسي بم ورکړی و چي په خپل نیکر کي یې پټ کړی و.

امریکایي چارواکي وایي چي دا دسیسه په خپل لومړي پړاو کي معلومه سوه او داچي هیڅ کومه امریکایي الوتکه د خطر سره نه ده مخامخ. مگر دا معلومه نه سوه چي خپله ځانمرگه ته چي غوښتل یې بم وچوي څه پېښ سول.

XS
SM
MD
LG