د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او نورو هېوادونو د ترکیې او سوریې سره مرستو ته دانګلي 


د ترکیې یوه زلزله ځپلې سیمه
د ترکیې یوه زلزله ځپلې سیمه

په سوریې او ترکیې کې له شدیدې زلزلې وروسته،‌ چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان په کې مړه شول، د امریکا متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو مرستو ته دانګلي دي.

امریکايي چارواکي وايي د مرستو په تنظیمولو بوخت دي او د نژدې ۱۰۰ کسانو یوه ډله به،‌ چې په بېلا بېلو برخو کې کار کوي، ترکیې ته واستوي.

د کالیفورنیا له ایالت څخه ترکیې ته د اطفايي د کارکوونکو، ساختماني انجینرانو، د ژغورنې د متخصصینو او روزل شویو سپیانو استول پیل شوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په ټویټر کې ولیکل: «په سوریه او ترکیه کې د زلزلې له کبله د انسانانو په مړینې او ویجاړیو ژور خواشینی یم. ما خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې د ترکیې سره په همغږۍ حالت له نژدې تعقیب او ضروري مرستې برابرې کړي.»

هغه ویلي دي چې سوریې ته یې هم د مرستو استولو لارښوونه کړې ده. اروپايي ټولنې هم د ژغورنې او مرستو لپاره ترکیې ته خپل ټیمونه استولي دي. د اروپايي ټولنې شاوخوا ۱۳ هېوادونه ویلي چې ترکیې سره به مرستې کوي.

په همدې حال کې سوریې هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې په زلزله ځپلیو سیمو کې دې د روغتیا، سرپنا، او د غذايي موادو په برابرولو او په کنډوالو کې د اېسارو شویو خلکو په ژغورولو کې ورسره مرسته وکړي.

له بېړنیو حالاتو سره د روسیې د مبارزې وزارت سوریې ته د نجات ټیمونه استولي دي، دوی هغو سیمو ته دا ډلې استولي چې له مخکې په کې د روسیې عسکر مېشت وو.

د روسیې پوځ په سوریې کې د بشري مرستو د وېش مرکزونه هم پرانیستي او مسکو انقرې ته هم د مرستو وړاندیز کړی او هغوی منلی دي.

د ترکیې مقامات وايي چې تر دې دمه په دغې زلزلې کې شاوخوا ۴۸۰۰ کسان مړه شوي‌ او لا هم لټون روان دی او ممکن د تلفاتو په شمېر کې تغیر راشي. په سوریه کې هم د څه باندې ۱۶۰۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دي چې د ۱۰۰ کسانو د درملنې لپاره یې د جراحۍ وسایل د سوریې حلب ښار ته استولي او نورو ښارونو ته به هم طبي تجهیزات واستوي.

دا کمېټه وايي چې زلزلې ځپلیو سیمو ته یې غذايي مواد، کمپلې، دوشکونه او نور ضروري مواد رسولي دي.

د اسرئیل پوځ اعلان کړی دی چې د ۱۵۰ کسانو یوه ډله به ترکیې ته استوي چې د نجات په چارو کې مرسته وکړي. د اسرائیل حکومت همدغه راز ویلي‌ دي چې له سوریې سره یې د بشري مرستو وړاندیز منلی دی. سوریه او اسرائيل دپلوماتیک روابط نلري.

د فلسطین د خپلواکې ادارې د بهرنیو چارو زویر ریاض المالکي هم ویلي دي چې په سوریه او ترکیې کې به دوه بشري ماموریتونه پيلوي.

لبنان، یونان، اسپانیا، جرمني، جنوبي کوریا، پاکستان، بریتانیا، هند، تایوان، سویس، د چک جمهوریت، چین، جاپان، اتریش، پولنډ، رومانیا، کوریشیا، صربیا، مالودوا،‌ فرانسه، اردن او مکسیکو هم له ترکیې او سوریې سره د مرستو کولو لاسونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG