د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او پوتین د اوکراین پر وضعیت خبرې کوي


د متحده ایالتونو یوه جګپوړي د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي اتمه) وویل چې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین به د پنجشنبې په ورځ په ټیلیفون کې خبري اتري‌ وکړي.

ددغه امریکایي چارواکي په وینا، جمهور رئیس بایډن هڅه کوي له روسیې سره رامنځ ته شوی تاوتریخوالی چې د اوکراین په پوله کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کیدو له امله رامنځ ته شوی د دیپلوماسۍ له لارې هوار کړي.

یاد امریکایي‌ چارواکي د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:"موږ دیپلوماسۍ او دیپلوماتیک مسیر ته چمتو یو. که روسیه د اوکراین په طرف د پراخ برید لار غوره کړي، موږ ځواب ورکولو ته هم چمتو یو."

ددغه امریکایي‌ چارواکي په وینا، د یادو مشرانو ترمنځ ټلفوني اړیکه د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوېده د یادو هیوادونو مشران د ۲۰۲۲ کال د جنوري به لسمه نیټه په ژنیف کې سره وګوري.

یاد امریکایي چارواکي ویلي تمه نه کیږي چې د د واړو هیوادونو جمهور رئیسان د ژنیف په خبرو کې ګډون وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دواړو مشرانو تماس تائید کړی او ویلي دي چې دا خبري به د د روسیې په وخت ماښام ترسره شي.

دا دویم ځل دی چې د مسکو او واشنګټن مشران په ډسمبر میاشت کې خبري کوي.

په لومړي ځل خبري د دسمبر په لومړیو کې د دواړو مشرانو ترمنځ وروسته له هغه خبري وشوې چې د امریکا د استخباراتي معلوماتو له مخې، روسیې په هغه وخت کې له اوکراین سره په پوله کې خپل ۷۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي وو او دا پوځیان اوس هم له اوکراین سره په پوله کې پاتې ده.

خو استخباراتي شننونکي وړاندوینه کوي چې جمهور رئیس پوتین پلان لري خپلو ۱۷۵ زره پوځیان د اوکراین پولې ته نږدې ولیږدوي.

بلخوا امریکا هم څو ځله له اوکراین څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی او د لس ګونو میلیونو ډالرو په ارزښت یې هغه هیواد سره امنیتي مرستي کړي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زلنسکي سره په ټلفون خبري وکړې.

ښاغلي بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د اوکراین د خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په اړه د امریکا تعهد ټینګ دی او واشنګټن به د اوکراین په پوله کې د مسکو د برید په صورت کې له کیف څخه ملاتړ وکړي.

جمهور رئیس زلنسکي د چهار شنبې په ورځ پر یوه ټویټ ولیکل"د بهرنیو چارو وزیر بلینکن سره مې ټلفوني تماس درلود. موږ هوکړه وکړه چې روغې جوړي او سولې ته د رسیدو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو د همغږي کیدو په هدف مشورو ته دوام ورکړو. ما د اوکراین په وړاندې د روسیې د تجاوز په اړه د امریکا د ملاتړ ډاډ ترلاسه کړ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس هم ویلي دي چې ښاغلي بلینکن د چهار شنبې په ورځ د بریټانیا، فرانسې او جرمني له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبري وکړې څو د اوکراین په وړاندې د روسیې د هر ډول تیري د مخنیوي لپاره همغږي ووسي.

اوکراین او غربي متحدینو یې روسیه تورنه کړې چې له اوکراین سره یې په پوله کې څه باندې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي او احتمالا پر هغه هیواد د برید پلان لري.

XS
SM
MD
LG