د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې "جنګي جنایتونه" شوي - د ملګرو ملتونو پلټونکې ډله


د ملګرو ملتونو پلټونکو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۳مه (تلې لومړۍ) وویل چې د اوکراین په جګړه کې جنګي جرمونه شوي چې په ملکي سیمو د روسیې بمبارۍ، زیات شمیر اعدامونه، شکنجې او وحشتناک جنسي تیري په کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې، د لوړ پوړو پلټونکو د ډلې مشر د جدي سرغړونو اوږد لیست وړاندې کړ چې اوه میاشتې مخکې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل وروسته رامنځته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د مارچ په میاشت کې د اوکراین په جګړه کې د جنګي جنایتونو د پلټنو لپاره یو ځانګړی کمیسیون وټاکه، د تحقیقاتو ددغه کمیسیون (COI) مشر ایریک موس وویل، د دوی پلټونکې ډلې د ډیرو اعدامونو شواهد لیدلي چې د ډیرو خلکو لاسونه تړل شوي وو او همداشان په ماشومانو باندې د جنسي تیريو او شکنجې شواهد یې لیدلي دي.

هغه وویل، «د کمیسیون له خوا د راټولو شویو شواهدو پر بنسټ، دې نتیجې ته رسېدلی چې په اوکراین کې جنګي جنایتونه شوي دي.»

د پلټنو ددغه کمیسیون د اعلامیې قاطع بڼه غیر معمولي وه، ځکه چې د ملګرو ملتونو پلټونکي عموما د جنګي جرمونو او ورته سرغړونو وروستی تائید قانوني محکمو ته راجع کوي.

خو د درېیو خپلواکو کارپوهانو ډلې، چې د بشري حقونو شورا ته یې خپل لومړني شفاهي تازه معلومات وړاندې کول، وویل چې د پراخو سرغړونو شواهد څرګند دي.

اوکراین د دې موندنو ستاینه وکړه او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت لوی سفیر انتون کورینویچ د ویډیویي کنفرانس له لارې شورا ته وویل چې دا "د اوکراین د خلکو په وړاندې د روسیې د جرمونو د حساب ورکولو په لاره کې یو مهم ګام" په ډاګه کوي.

د روسیې استازی په خونې کې حاضر نه و او د راپور په اړه یې غبرګون ونه ښود، که څه هم ځینې هیوادونو لکه بیلاروس، سوریې او وینزویلا د روسیې دفاع ته ودانګل.

XS
SM
MD
LG