د لاس رسي وړ اتصالات

مۍ کې به افغانستان څخه د سرتېرو ایستل ستونزمن وي ـ سپینه ماڼۍ


د امریکا او طالبانو د دوحې د پرېکړې په اساس باید ټول امریکايي عسکر د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووځي
د امریکا او طالبانو د دوحې د پرېکړې په اساس باید ټول امریکايي عسکر د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووځي

سپینې ماڼۍ ویلي چې د لوجستیکي اړخه به د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ایستل ستونزمن وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون دوشنبه ناوخته اپرېل ۵ (وري ۱۶) خبریالانو ته وویل چې تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د دغو ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

اغلې ساکي زیاته کړه: "د ټولو سرتیرو ایستلو په اړه د مۍ میاشتې لومړۍ نېټه به د لوجستیکي اړخه ډيره ستونزمنه وي. موږ ادامه ورکو. هغه (جو بایډن) هم د خپل ملي امنیت سلاکارانو او نړیوالو شریکانو سره مشورو ته دوام ورکوي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې همدارنګه وویل چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اوس مهال له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو، د امریکا د بهرني سیاست او د دغه هیواد د ملي سیاست په اړه د پرېکړې کولو په حال کې دی او په وینا یې د سمې پرېکړې لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.

د امریکا او طالبانو د دوحې د پرېکړې په اساس باید ټول امریکايي سرتېري د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووزي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د تیرې مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې نه غواړي امریکايي عسکر د زیات وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي بایډن یو ځل بیا روښانه کړه "د تکتیکي ستونزو" له امله به ستونزمنه وي چې د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې دغه شمېر سرتیري له افغانستان څخه ووزي.

خو بایډن وویل چې هغه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا د هغو متحدینو سره په مشورو بوخت دي چې په افغانستان کې سرتیري لري: "که چیري له هغه ځایه وزو په خوندي او منظم ډول به ووزو."

په دې وروستیو کې د بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د استخباراتي ادارو چارواکو ویلي چې که له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر ایستلو مخکې په دغه هیواد کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د واک وېش رامنځته نشي، په دوو یا درې کلونو کې به وسله وال طالبان د دغه هیواد اکثر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي و که چیري د سولې له ټینګېدو پرته امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي په دغه هیواد کې به یو ځل بیا کورنۍ جګړې پيل شي.

XS
SM
MD
LG