د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې ایراني الاصله امریکایۍ د وژلو د دسیسې په تور درې کسان نیول شوي


د متحده ایالاتو لوی څارنوال مرک ګارلنډ
د متحده ایالاتو لوی څارنوال مرک ګارلنډ

د متحده ایالاتو عدلیې وزارت د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) د دریو کسانو د نیولو اعلان وکړ چې د ادعاو له مخې د تهران په ملاتړ یې د ایران د حکومت د انتقاد کوونکې خبریالې مسیح علي نژاد د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.

د امریکا لوی څارنوال مرک ګارلنډ وویل، دا درې واړه د ختیځې اروپا د یوې منظمې جرمي ډلې غړي وو چې له ایران سره یې اړیکې درلودې. د ګارلنډ په وینا دغه درې واړو کسانو ته ایران لارښوونه او امر کړی و.

هغه وویل چې دغه درې کسانو د "یوې ایراني نژاده امریکايي تبعه د وژلو په دسیسه کې چې په ښکاره یې د ایران د حکومت مخالفت کاوه لاس درلود."


ګارلنډ په مستقیمه توګه د میرمن علي نژاد نوم وانه خیست، خو په ۲۰۲۱ کې د ایراني اجنټانو لخوا ددغه ۴۵ کلنې فعالې د تښتولو او بیرته ایران ته د هغې د ستنولو لپاره یوې پخوانۍ هڅې ته په اشارې یې په ضمني توګه مشخصه کړه چې دا هغه وه.

د امریکا د عدلیې وزارت دغه درې کسان د رفعت امیروف، پولاد عمروف او خالد مهدیوف په نوم معرفي کړي او د قتل د هڅې او د پیسو مینځلو په تور نیول شوي دي.

امیروف د پنجشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې ونیول شو او عمروف د دې میاشتې په پیل کې په چک جمهوریت کې ونیول شو او اوس د امریکا په توقیف کې دی.

ګارلنډ وویل: "دا تورونه د ایران د حکومت لخوا د متحده ایالاتو په خاوره کې د یو ژورنالیستې ، لیکوالې او د بشري حقونو فعالې د وژلو لپاره د روانو تحقیقاتو څخه رامینځته شوي چې ایراني نژاده امریکایی تبعه ده."

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نیویارک د جنوبي ناحیې د څارنوال ډیمین ویلیمز په حواله لیکلي دي: "دا په دوه تیرو کلونو کې دوهم ځل دی چې دا دفتر او په FBI کې زموږ همکاران د هغو توطیعو مخه نیسي چې دننه له ایران څخه د دې قرباني د تښتولو یا وژلو لپاره، هدایت کیږي، هغه څوک چې یوازینی جرم یې د بیان د ازادۍ، خپلواک سیاسي فکر او په ایران کې د مظلومو او محرومو له حقونو څخه دفاع ده."


تر دې مخکې د امریکا د عدلیې وزارت د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د سرطان په میاشت کې اعلان وکړ چې یو ایراني اجنټ او د یوې ایراني استخباراتي شبکې غړي یې په نیویارک کې میشت د امریکاغږ د فارسي څانګې د خبریالې مسیح علي نژاد د تښتولو د پلان جوړولو په تورن کړي دي.

هغه وخت کې د امریکا د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې شبکې د غړو نومونه خپاره کړل چې د ایران له حکومت سره تړاو لري او ویلي یې وو چې تښتونکو پلان درلود چې د ایران الاصله امریکايي مېرمن علي نژاد چې یو ایراني الاصله امریکایي ده وتښتوي او ایران ته یې بوځي.


علي نژاد ایراني الاصله امریکایی تبعه ده چې د ښځو لپاره د لازمي حجاب په ګډون د ایران په رژیم باندې په انتقاد کولو مشهوره ده. هغه په ایران کې ښځې هڅوي چې اجباري حجاب لرې کړي.

علي نژاد د جمعې په ورځ په یو ټویټ کې ولیکل چې "پدې وروستیو کې د FBI له ۱۲ کارکوونکو څخه خبره شوم چې هغه درې کسان چې د ایران رژیم لخوا د متحده ایالاتو په خاوره کې زما د وژلو لپاره ګمارل شوي وو، تورن شوي دي. د ایران سپاه پاسداران د څلورو لسیزو راهیسې دا تروریستي عملیات ترسره کوي. اسلامي جمهوریت تیل لرونکی داعش دی. اسلامي جمهوریت هغه داعش دی چې تیل لري."

XS
SM
MD
LG