د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له هند څخه غوښتي چې مذهبي تشدد وغندي


په هند کې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا چې هندو ملت پال نریندرا مودي واک ته رسیدلی په ګڼ شمیر ځایونو کې مذهبي تشدد شوی.
په هند کې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا چې هندو ملت پال نریندرا مودي واک ته رسیدلی په ګڼ شمیر ځایونو کې مذهبي تشدد شوی.

د متحده ایالاتو حکومت د هند څخه غوښتي چې په هیواد کې مذهبي تشدد وغندي او د هغو کسانو سره حساب کتاب وکړي چې پدې متدوام تشدد کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه مې ۱۵ (غوایي۲۵) په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په هکله پخپل کلني راپور کې په هند کې په مسلمانانو، مسیحانو او نورو مذهبي اقلیتونو د بریدونه یادونه کړې.

د حکومت یو جګپوړي چارواکي چې د دې راپور په هکله یې خبریالانو ته د نوم نه خپریدو په شرط معلومات ورکول وویل چې په هند کې په پرله پسې پیښدونکي مذهبي تشدد باندې خفګان څرګندوي.

دې چارواکي زیاته کړه، " د دې اندیښنو په هکله مونږ د (هند) حکومت هڅوو چې دا ډول تشدد وغندي او هغوي چې پدې ډول بیانونو کې لاس لري چې مذهبي اقلیتونه سپکوي، مسؤل وبلل شي".

د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي ژمنه وکړه چې د دې موضوع په هکله به د هندي چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې "مونږ به په ساحه کې د خپلو مدني ټولنو استازو او زړه ورو خبریالانو سره کار کولو ته دوام ورکړو چې هره ورځ هلته د دې ناوړه چلندونو په هکله اسناد راټولوي".

د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې چې د مستقیمو څیړنو، فعالینو او په مطبوعاتو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ تیار شوی د هند د ګجرات په ایالت کې د مسلمانانو د کورونو ړنګونه یادونه شوې او بیا پولیسو پدې ایالت کې مسلمانان په عام محضر کې پدې تور په متروکي وهلي چې هندوان یې ژوبل کړیدي.

د بهرنیو چارو وزارت دا راپور داسې مهال خپروي او د هند څخه د مذهبي تشدد غندل غواړي چې ټاکل شوې د دې هیواد صدراعظم نریندرا مودي بله میاشت متحده ایالاتو ته په رسمي سفر راشي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د نړیوالو مذهبي آزادیو په هکله د متحده ایالاتو کمیسیون د همدې میاشتې په سر کې یو ځل بیا غوښتي و چې د مذهبي تشدد له کبله دې هند په تور لیست کې واچول شي خو نوې ډهلې تل پدې برخې کې د امریکا په انتقادونو تند غبرګون ښودلی.

دې کمیسیون ویلي و چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین تیر کال د یو شمیر هیوادونو نومونه "د ځانګړې اندیښنې" په لست کې شامل کړل خو ښکاره خبره ده چې هند یې پدې لیست کې شامل نکړ ځکه واشنګټن د څو لسیزو راپدیخوا د هند سره پدې خاطر تودې اړیکې ساتلي چې د چین پر ضد په سیمه کې قوي ملګری ولري.
ښاغلي بلینکین چین، ایران، میانمار او نیاکارګوا د ځانګړې اندیښنې هیوادونو په توګه یاد کړل خو د هند نوم یې وانخیست.

په هند کې د نریندرا مودي هندو ملت پال حکومت چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې په هغه هیواد کې واکمن دی په پرله پسې توګه پرې انتقاد کیږي چې ددې هیواد پر مسلمان اقلیت باندې بریدونه کوي او دغه هیواد د مذهبونو د آزادۍ او د دیني عبادتونو د مراسمو ساتنه نده کړې.

د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس په ۱۹۹۸ کال کې د مذهبي خپلواکۍ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نړیوال کمیسیون جوړ کړ چې په نړیواله کچه د مذهبي آزادۍ په هکله د امریکا د پالیسۍ لپاره سپارښتنې ورکړي.

هند تل ددغه کمیسیون نظرونه او راپورونه رد کړي او د یوې لسیزې راهیسې یې ددغه کمیسیون غړو ته د ویزې د ورکولو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG