د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: امریکا باور لري چې روسیه ښایي ایران ته جنګي جیټ الوتکې ورکړي


سو-۳۵-اس روسي جنګي جت الوتکه
سو-۳۵-اس روسي جنګي جت الوتکه

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ فبرورۍ ٢٤ (کب ۵) اعلان وکړ چې امریکا په دې باور ده چې روسيه ايران ته د خپلو جنګي الوتکو د لېږلو په اړه غور کوي او دا اقدام د دواړو هېوادونو د پوځي همکاريو د پراختيا يوه برخه ده.

دا همکاري پداسې حال کې د پراخیدو په حال کې ده، چې په نتیجه کې یې تهران مسکو ته په اوکراین باندې په برید کې د کارولو لپاره د وسلو لویې زیرمې لیږلی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "موږ باور لرو چې روسیه ښایي له ایران سره د توغندیو، الکترونیکي وسایلو او هوايي دفاع په ګډون بې ساري دفاعي همکاري وکړي، موږ باور لرو چې روسیه ښايي ایران ته جنګي جت الوتکې ورکړي. "

ښاغلي کربي زیاته کړه چې ایران د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو له امله سخت منزوي شوی دی. امریکا وروسته له هغې پر ایران یو ځل بیا سخت بندیزونه ولګول چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه د ۲۰۱۸ کال د مې په میاشت کې متحده ایالات له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټومي موافقې څخه وایستل.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي دي چې ایران روسیې ته د پوځي مهماتو د استولو په بدل کې د خپل پوځي ځواک د پیاوړي کولو هڅه کوي. امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې روسیه له ایران څخه ترلاسه شوې وسلې او مهمات د اوکراین په جګړه کې کاروي.

کربي زیاته کړه، چې ایران له روسیې څخه د نورو پوځي تجهیزاتو د اخیستلو په لټه کې دی، چې په کې بریدګرې هلیکوپټرې، رادارونه او جنګي روزنیزې الوتکې هم شاملې دي. په ټوله کې ایران د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د اخیستلو په لټه کې دی." هغه وویل چې متحده ایالات د ایران او رزوسیې ترمنځ د د پوځي همکاري په مشارکت اندیښمن دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار په وینا، ایران تر اوسه په زرګونو بې پیلوټه الوتکې، توپخانې او مهمات روسیې ته استولي دي او په اوکراین کې د روسیې د پوځي یرغل لپاره د ایران ملاتړ پراخ شوی دی.

د روسیې او ایران چارواکو تر اوسه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د ایران حکومت د تېر کال د نوامبر په پنځمه روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو استول تائید کړل، خو ویې ویل چې دا بې پیلوټه الوتکې پر اوکراین د روسیې تر برید مخکې روسیې ته ورکړل شوې وې.

اوکراین او لویدیځو متحدینو یې روسیه تورنه کړې چې په اوکراین کې د بریدونو لپاره په ایران کې له جوړو شویو وسلو څخه کار اخلي، خو تهران تل د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د وسلو استول رد کړي دي.


اوکرایني مقاماتو او لویدیځو متحدینو یې ویلي دي چې روسیې د انرژۍ د تولید په ګډون د ملکي سیمو په نښه کولو لپاره په ایران کې جوړ شوي توغندي په داسې حال کې کارولي چې په دې سوړ ژمي کې یې له ۴،۵ میلیونو څخه زیات اوکراینیان له برښنا بې برخې کړي دي.

XS
SM
MD
LG