د لاس رسي وړ اتصالات

متحدو ایالتونو، یونان ته د اردوغان خبرداري "بې ګټي" وبلل                     


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوې غونډې ته وینا پرمهال 
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوې غونډې ته وینا پرمهال 

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ سپټمبر شپږمه (وږي ۱۵) د سیند پرسر د لانجې له امله یونان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداري "بې ګټي" وګڼل.

واشنګټن د ناټو له دواړو غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې خپل اختلافات له دیپلوماتیکې لارې هوار کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې پرته له دې چې د اردوغان نوم واخلي‌ وویل:" په داسې یو وخت کې چې روسیې یووار بیا د اروپا پر یو مستقل هیواد یرغل کړی، بیانیې چې د ناټو د متحدینو ترمنځ تاوتریخوالي زیاتولی شي، ګټوري ندي."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، متحده ایالات په دوامدار ډول د ناټو غړي هڅوي چې په سیمه کې د سولې او امنیت د تامین لپاره مشترک کار وکړي او خپل اختلافات له دیپلوماتیکو لارو هوار کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ سپټمبر دریمه یوې غونډې ته وویل که یونان د اجین سیند پر سر د ترکیې جیت الوتکو ته مزاحمت وکړي "لوړ قیمت" به ورکړي.

نوموړي په ۱۹۲۲ میلادي کال کې د ترکیې له خوا د یونان سمرنا تاریخي ښار نیولو ته اشاره وکړه کوم چې اوس ازمیر دی او دا د یونانیانو لپاره ترخه خاطره ګڼل کیږي.

ترکیه وایي یونان د روسیې ساخت د دفاعي سیستم په مرسته د ترکیې جیت الوتکو ته مزاحمت کړی او انقرې د سولې د توافقاتو څخه د آتن د سرغړونې له امله د اجین سیند په ټاپو ګانو کې پوځيان ځای پرځای کړي دي.

یونان دا تورونه ردوي او د یاد هیواد پر پاټو ګانو د جیت الوتکو د الوزولو په ګډون ترکیه د تاوتریخوالو په رامنځ ته کیدو تورونوي.

XS
SM
MD
LG