د لاس رسي وړ اتصالات

پر طالبانو باندې برید د دوحې موافقې نه سرغړونه نده – امریکایي ځواکونه 


په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیټ ویلي دي چې پر طالبانو باندې د امریکا د هوایي ځواک بریدونه د امریکا-طالبانو د موافقه لیک د موادو سره په ټکر کې ندي.

ښاغلي لګیټ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په هلمند او فراه کې د امریکا د متحده ایالاتو هوایي بریدونه یواځې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دفاع په خاطر شوي چې د طالبانو له خوا تر بریدونو لاندې وو او بیا به هم وشي."

دا پداسې حال کې دي چې طالبانو د یو بیانیې په خپرولو سره ادعا کړې چې امریکایي ځواکونو په هلمند او فراه او نورو ولایتونو کې د بریدونو په کولو سره د دوحې له موافقې سرغړونه کړې ده.

خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا بریدونه د دوحې د موافقې او د امریکا د متحده ایالاتو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ګډې اعلامیې سره سمون لري.

هغه لیکلي: "ټوله نړۍ په هلمند کې د طالبانو د بریدونو شاهده وه؛ هغه بریدونه چې په زرګونو بیګناه ملکي افغانان یې ټپیان او بیځایه کړل."

هغه زیاته کړې چې د ټولو اړخونو څخه غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او اجازه ورکړي چې سیاسي بهیر پرمخ ولاړ شي.

له دې دمخه په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د تاوتریخوالي د نه کمولو په صورت کې دې د غبرګون په تمه اوسي.

XS
SM
MD
LG