د لاس رسي وړ اتصالات

چین پر خپلو پوځیانو باندې د انټرنیټي غلا تورونه رد کړل


په جاسوسۍ باندې تورن چینایي پوځي منصبداران
په جاسوسۍ باندې تورن چینایي پوځي منصبداران
د چین حکومت د متحده ایالاتو سفیر وروسته له هغه نه ددې خبرې د سپیناوي لپاره وروغوښت چې د امریکا حکوت پنځه چینایي پوځي منصبداران د امریکایي شرکتونو په اقتصادي جاسوسي باندې تورن کړل.

د چین دولتي خبري اژانس، سېنهوا لیکلي دي چې د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ژینگ زیگانگ د امریکا سفیر ماکس باکوس ته وویل چې د امریکا دغو تورونو د چین او امریکا اړیکې سختې زیانمنې کړیدي.

چین پر خپلو افسرانو باندې د امریکا لخوا لگول شوي تورونه رد کړي دي. دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت یوشمیر بهرني اتباع د امریکايي شرکتونو پر ضد په کمپېوټري جرمونو باندې تورن کړي دي.

امریکایي چارواکي د چین د پوځ د یوې قطعی پنځه سرتیري په دې تورنوي چې د هغو امریکایي شرکتونو کمپیوتري سیستم ته ور ننوتي دي چې په اتومي تکنالوژی، لمریزې اېنرژی او د فولادو په صنعت کې کار کوي.

د امریکا لوی څارنوال ایریک هولډر د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د نظامي جاسوسي په کلکه غندي ځکه چې مهم معلومات یې چینایي دولتي او غیردولتي شرکتونو ته ورکړي دي.
د امریکا د عدلیې وزیر په یوه خبري غونډه کې
د امریکا د عدلیې وزیر په یوه خبري غونډه کې

ښاغلي هولډر وویل "کله چې یو بهرنی هیواد له نظامي او استخباراتي منابعو نه کار اخلي او د امریکا د لوړ رتبه چارواکېو او شرکتونو څخه د تجارتي رازونو او حساسو مالوماتو د راغونډولو هڅه وکړي چې خپلو شرکتونو ته گټه ورسوي، موږ یې باید مخه ونیسو او ورته ووایو چې داکار نور بس دی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا تورونه محکوم کړل اوهغه ېې ېوه جعلي دسیسه وبلله او د امریکا سره یې د انترنیتي کاري گروپ کارونه وځنډول.

د چین د دفاع وزارت هم په ېوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه هیواد پټ هدفونه لري او د امریکا تورونه یې د واشنگټن دوه مخي بللی ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکې وویل چې د چین اقدامات د تاسف وړ دي" موږ د چین لخوا د انترنیتي گډ کاري گروپ د کارونو د ځنډولو پر پریکړه خوابدي یو، موږ بیا هم په دې باور یو چې ددې ډول ستونزو، او نورو انترنیتي اندیښنو د حلولو لار، د خبرو اترو کول دي.»

پوښتنه دا ده چې آیا پنځه چینایي پوځي افسران به یوې امریکایي محکمې ته حاضر شي او که ن. لوی څارنوال هولډر وایي، دوی هیله لري چې د چین حکومت به د امریکا د قضاییي محاکمو درناوی وکړي او پوځي افسران به محکمې ته حاضر کړي.
XS
SM
MD
LG