د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ‌ مشاورین:‌ احتمال شته چې د امریکا او چین ولسمشران به د سوداګرۍ په اختلافاتو خبرې وکړي


د ولسمشر ټرمپ‌ مشاورین وايي‌چې احتمال یې شته چې ډیر ژر به ولسمشر ټرمپ د خپل چینايي سیال شي‌ جیپینګ سره ټیلیفوني خبرې وکړي
د ولسمشر ټرمپ‌ مشاورین وايي‌چې احتمال یې شته چې ډیر ژر به ولسمشر ټرمپ د خپل چینايي سیال شي‌ جیپینګ سره ټیلیفوني خبرې وکړي

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنت ویلي چې احتمال شته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د ولسمشر شي جیپینګ سره د سوداګرۍ د مسائیلو په اړه،‌ چې په کښې د کمیابه خاورې د مېنرالونو په سر اختلافات هم شامل دي، دیر ژر خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې چین د امریکا سره د هغې موافقې څخه سرغړونه کوي چې په اساس یې دواړه هیوادونه د یو بل په محصولاتو تعرفې او د مهمو مینرالونو په سوداګرۍ محدودیتونه کموي.‌

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه مطمین دی چې د ولسمشر شي سره به وغږیږي. چین د اپریل په میاشت کې وویل چې په دې وروستیو کې دواړو مشرانو د یو بل سره خبرې نه دې کړي.

بېسنت چې د سي‌ بي‌ اس د شبکې د یوې خپرونې سره خبرې کولې‌ وویل: "چین چې څه کوي هغه دا دي چې د ځینو محصولاتو چې په هند او اروپا کې د صنعتي اکمالاتو لپاره اړین دي مخه نیسي او دا هغه څه نه دي چې د اعتماد وړ شریک څخه یې تمه وشي."

هغه وویل:‌ "زه مطمین یم چې کله چې ولسمشر ټرمپ‌ د [چین د کمونست ګوند] د رئیس شي سره په ټیلیفون خبرې وکړي، ‌نو دغه موضوع به حل شي. خو دا حقیقت چې دوی د ځینو محصولاتو مخه نیسي چې توافق یې پرې کړی و چې د موافقې په جریان کې به یې مخه نه نیسي. کیدای شي چې دا د چین په سیستم کې یوه تخنیکي ستونزه وي یا هم قصدي وي.‌ دا به معلومه شي چې کله ولسمشر د [چین د کمونست] ګوند د رئیس سره خبرې وکړي."

کله چې د بېسنت نه پوښتنه وشوه چې آیا د شي‌ سره خبرې د ټرمپ په مهالویش کې شاملې دي، نو هغه یې په ځواب کې وویل: ‌"زه باور لرم چې موږ به په نږدې راتلونکي کې د یو څه شاهد وشو."

د سپینې ماڼۍ د اقتصاد مشاور کیفن هاسیت وویل چې که څه هم تر اوسه کومه نیټه نه ده ټاکل شوې خو په دې اړه خبرې شوې دي‌ چې د دواړو هیوادنو مشران به د جینیوا د تیرې میاشتې د موافقې په اړه خبرې وکړي.

د چین د تجارت د وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ په امریکا تور ولګوه چې د جینیوا د خبرو وروسته یې "د چین خلاف یو شمیر تبعیضي‌ محدودیتونه معرفي کړي‌ دي."

ټرمپ وویل چې په جینیوا کې چې د تعرفو د کمولو پریکړې شوې وي د چین اقتصاد ته یې "چټک ثبات" راوستی او امریکايي‌ شرکتونو ته هم د هوسايي‌ سبب شويدي‌.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG