د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شمالي سودان د دارفور په یوې محکمې د بې پیلوټه الوتکې هغه برید غندلی چې ۳۵ تنه په کې ووژل شول. وزارت د شخړې له دخېلو غاړو غوښتي، چې په ولسي خلکو له بریدونو ډډه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دغه برید په اړه د خپرو شویو راپورونو په هکله امریکا غږ ته وویل، "موږ په دارفور کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه خبر یو او په ولسي خلکو باندې بریدونه په کلکه غندو."
دغه ویاند وویل چې امریکا د سودان د جګړې د ختمولو په اړه هڅې کوي، هغه وویل، "موږ د ولسمشر ټرمپ په رهبرۍ کې له خپلو متحدینو او نورو شریکانو سره د یو بشر دوستانه اوربند، د شخړو او د سودان د خلک د پراخ کړاو د ختمولو لپاره ګډ کار کوو. "
د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې په ولسي خلکو دې بریدونه نه کوي او اجازه دې ورکړي چې بشري مرستې په ټول سودان کې اړمنو خلکو ته ورسول شي.
د بېړنیو حالاتو د وګیلانو یوې ډلې اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ د شمالي دارفور په ایالت کې د «الزاویه غرا» په سیمې کې په یوې محکمې باندې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو.
دغه ډله وايي چې په برید کې حد اقل ۳۵ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول. د چټک غبرګون ځواک په دې سیمې باندې کنترول لري. د برید په مهال د محکمې دننه او شاوخوا کې ولسي خلک راټول وو.
د اضطراري وکیلانو ډلې د سودان پوځ تورن کړی چې دا برید یې کړی، خو هغوی لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د وکیلانو دغه ډله، چې په سودان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او خشونت پېښې ثتبوي، وايي چې دغې محکمې به د سیمې د خلکو قضیې حل کولې او د سیمې د خلکو لپاره یې یو مهم ټولنیز رول ادا کاوه. هغوی دا برید د نړیوالو بشري قوانینو خلاف بللی او په اړه یې د مستقلو پلټنو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي چې د ۲۰۲۶ د اپریل له میاشتې راهېسې په سودان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۸۰ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه