د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قانون جوړونکو د بودیجې پر تصویب معامله وکړه


په پام کې ده چې د امریکا د کانګرس غړي د پنجشنبې په ورځ [فبرورۍ ۸] د دوو کلونو لپاره د حکومت بودیجه تصویب کړي.

که وکیلانو د شپې تر دوولسو بجو پورې د مهاجرت پر سر خپل اختلافات حل نه کړل او پر بودیجې یې هوکړه ونه کړه نو د امریکا حکومت د دویم ځل لپاره قسماً تعطیل کیږي.

دیموکراتانو په جنورۍ میاشت کې د مهاجرت له پروګرامونو څخه د ملاتړ په خاطر، د بودیجې له تصویبولو څخه ډډه وکړه او عملاً حکومت د دریو ورځو لپاره تعطیل شو.

په سنا کې د دیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو رهبرانو د چهارشنبې په ورځ پر یوې معاملې موافقه وکړه چې پر اساس یې د بودیجې تصویب ته زمینه برابریږي.

په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو رهبر، میچ مکانل که څه هم چې شوې معامله "عالي" نه بولي خو وایې چې د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو رهبرانو "د امریکا خلکو ته په خدمت کولو تمرکز وکړ."

په کانګرس کې د ګد هدف لپاره کار کول ښايي ډیر ستونزمن وي. د استازو په مجلس کې د اقلیت رهبرې نانسې پلوسې د اعتراض په دود د اتو پر له پسې ساعتونو لپاره په پښو ودریدله او خبرې یې وکړې.

میرمن پلوسې به تر هغې د بودیجې له تصویب څخه ملاتړ ونکړي څو چې د استازو د مجلس مشر، پاول رایان د مهاجرینو د "ډاکا" پروګرام په اړه په عمومي مجلس کې د رایه اچونې لپاره ژمنه کړې نه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په سنا کې د شوې موافقې له امله چې پر اساس به یې د امریکا دفاعي لګښوته زیات شي، خوښي ښودلې ده.

امریکايي قانون جوړونکو د بودیجې پر تصویب معامله وکړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

XS
SM
MD
LG