د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د امریکا کلنۍ بودجه د چین سره د سیالۍ له مخې وارزوله


امریکایي قانون جوړوونکو او د ولسمشر جو بایډن د کابینې جګپوړو چارواکو د سه شنبې په ورځ مې ۱۶ (غوايي ۲۶) د کانګرس په یوې استماعیه غونډه کې په دې بحث وکړ چې د حکومت له لورې غوښتل شوې بودجه به امریکا ته ددې توان ورکړي چې له چین سره رقابت وکړي او که به شاته پاتې شي.

جمهوري غوښتونکې سناتوره سوزان کولینس وايي، نن ورځ چین د ورته مالي توانایي په درلودلو سره د نړۍ ستر سمندري ځواک، د نړۍ ستر پوځ او د نړۍ ستر اقتصاد لري.

بیجینګ وایي غواړي له دغه زیاتیدونکي ځواک څخه د اړتیا په صورت کې حتی په زور د تایوان ټاپو د کنترولولو لپاره کار واخلي. د نړۍ لږترلږه ۵۰ سلنه تجارت د تایوان د تنګي له لارې ترسره کیږي او د نړۍ ۷۰ سلنه چیپونه، چې د کمپیوټرونو، موټرو او داسې نور اساسي وسایلو د جوړولو بنیادي توکی دی، په تایوان کې تولیدیږي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي: "د تایوان سره د چین د یو اړخیزو اقداماتو په نتیجه کې به موږ نړیوال اقتصادي کړکیچ ولرو چې یو هیواد به په بل پسې اغیزمن کیږي."

امریکايي چارواکي وایي امریکا تایوان ته ژمنه ده او په نږدې وختونو کې به دغه خودمختاره ټاپو ته د نظامي مرستو یوه ستره بسته ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر لایډ آسټن خبرداری ورکړ که کانګرس په وخت د بودجې په تصویب کې پاتې راشي، د امریکا ګټې به زیان وویني. هغه وویل: "دا به د هغو مهمو مهماتو په ترلاسه کولو کې زموږ وړتیا کمه کړي چې د ځان او همدارنګه د خپلو متحدینو او شریکانو د ملاتړ لپاره مو پکار دي."

خو جمهوري غوښتونکي سناتور لینزي ګراهام پر حکومت انتقاد وکړ چې هڅه کوي له چین سره په رقابت کې د نیمګړتیاوو پړه پر کانګرس واچوي. هغه وویل: "دا مفکوره چې موږ د چین په اړه پیاوړې پالیسي لرو بیځایه خبره ده. دا بودیجه نه ده چې موږ د چین مخه ونیسو، دا زموږ اراده ده چې د چین په شان هیوادونو په وړاندې ودریږو."

جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې د بایډن بودجه نشي‌ کولی هغه نوې بیړۍ تمویل کړي چې د چین د مخنیوي لپاره د سمندري ځواکونو پکار دي.

جمهوري غوښتونکو همدارنګه د اوکراین د جګړې له امله د ترهګرۍ د یو ملاتړي هیواد په توګه د روسیې د نومولو سره د بایډن په مخالفت انتقاد وکړ، هغه څه چې د دواړو ګوندونو سناتوران وایي په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې بیجینګ مسکو ته د نظامي مرستو په استولو غور کوي، دا به یو قوي پیغام واستوي.

XS
SM
MD
LG