د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو کانګرس د امریکا او چین د سیالۍ په اړه څېړنه پیل کړه


د امریکا د کانګرس غړو د سه شنبې په شپه فبروري ۲۸ (کب نهمه) د امریکا او چین ترمنځ د سټراټیژیکې سیالۍ په هکله پراخه دوه کلنه څېړنه پیل کړه. دوی په چین کې د بشري حقونو د فعالانو او د امریکا د ملي امنیت د پخوانیو مشاورینو نظریات واورېدل.

د کانګرس غړي وايي له چین سره د امریکا په رقابت کې اساسي ازادۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د جنوبي کرولاینا د ایالت په ساحل کې د چین د نظارتي بالون له ویشتلو څو اونۍ وروسته، د کانګرس غړو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سټراټيژیکې سیالۍ هراړخیزه پلټنه پیلوي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکی غړي، مایک ګېلګر، وویل: "دا په یوویشتمې پیړۍ کې د ژوند د څرنګوالي په هکله یوه وجودي هڅه ده. او اساسي ازادۍ له ګواښ سره مخامخ دي. د چین کمونیست ګوند په یوې داسې راتلونکې دقیق تمرکز کړی چې په نړۍ کې زورواکه حکومتونه خلک وڅاري، چیرې چې بشري حقونه د ګوند د هوسونو تابع وي."

ګېلګر به د هغې ۲۴ کسیزې کمېټې مشري کوي چې ډیر غړي یې وايي، دغه کمیټه باید د دواړو ګوندونو د ګډ کار یوه نمونه وي.

د کانګرس بل غړي، راجا کرشنا مورتي، وویل: "مونږ باید په دې پوه شو چې د چین کمونیست ګوند غواړي مونږ، په ډلو سره ویشلي او متعصب و اوسو. په حقیقت کې د چین کمونیست ګوند همدا هیله لري. خو دوی په دې نه پوهیږي چې زمونږ د نظریاتو تنوع او سابقه د امریکا په عامل سیستم کې کومه ستونزه نده. بلکه زمونږ تعریفوونکې مشخصه او قوت دی."

د ټرمپ د ادارې د ملي امنیت یو شمیر پخواني سلاکاران خبرداری ورکوي چې متحده ایالات باید په دغې سیالۍ کې له چین څخه مخکې شي.

د ټرمپ د ادارې د ملي امنیت پخواني سلاکار، ایچ آر مک مسټر ، وویل: "متحده ایالاتو او د ازادې نړۍ په په ګوټ ګوټ کې نورو هیوادونو خپل سټراټیژیک رقیب ته د پانګې او ټکنالوژۍ په ورسپارلو سره، خپلې رقابتي ګټې له منځه وړې دي."

د روان کال په لومړیو کې ولسمشر جوبایډن ټینګار وکړ چې متحده ایالات له چین سره په شخړه کې نه بلکه کې رقابت کې دي. خو شنونکي وايي بیجینګ دا ډول نظر نه لري.

د ټرمپ د ادارې بل پخواني سلاکار، متیو پوټینګر، وویل: "د بیجینګ په موخو باندې د نه پوهیدو لپاره نور عذر نشته. د ګوند د مشر شي جین پینګ بې شمېره بیانونه، او د رژیم کړنې هرڅه له ورایه ښکاره کوي."

د دغې کمیټې پراخ تحقیق به د چین له خوا د متوجه ګواښونو نوي اړخونه راوسپړي. د کانګرس غړي ډان نیو هوس امریکا غږ ته وویل، دی د امریکا په کرنیزو سیمو کې د چین له خوا د ځمکو له پیر څخه اندېښنه لري.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي، ډان نیوهوس ، وویل: "آیا د دې تصور کولی شئ چې د خوراکي توکو د تدارکاتو د سلسلې یوه برخه مو له داسې یوه هیواد سره چې زمونږ دوست نه دی، د ممکنه شخړې په صورت کې له ګواښ سره مخامخ شي؟"

د کمیټې غړو امریکاغږ ته وویل نظارتي بالون د چین له خوا د متوجه امنیتي ګواښونو یوه کوچنۍ برخه ده.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي، ډستي جانسن، وویل: "دغه ګواښ هره ورځ د امریکایانو په تلیفونونو کې موجود دی او دلته هم نه خلاصه کیږي. چین لوی پوځي ګواښ دی. دوی لوی سمندري ځواک لري، او ډیر شمیر کارپوهان استدلال کوي چې د امریکا له سمندري ځواک څخه هم لوی دی. دوی د متحده ایالاتو په نسبت ډیر شمیر قاره پیما بالستیک توغندي ویشتونکي لري. د هایپرسونیک قابلیتونه یې هم د امریکا په پرتله زیات دي."

د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټه په داسې یوه قانون کارکوي چې بایډن ته به اجازه ورکړي چې د چین له خوا کنترولېدونکی د ټیک ټاک اپلیکیشن په متحده ایالاتو کې بند کړي.

XS
SM
MD
LG