د لاس رسي وړ اتصالات

شي جینپینګ د چین د پوځي ظرفیت د ډېرېدو غوښتنه وکړه 


د چین ولسمشر شي جینپینګ
د چین ولسمشر شي جینپینګ

د چین ولسمشر شي جینپینګ په نړیوالو معیارو برابر د خپل هېواد د پوځ د وړتیا د لوړولو غوښتنه کړې او ویلي دي‌ چې چین باید «خپلې ملي ستراتیژیکې وړتیاوې» زیاتې کړي.

د چین خبري اژانس سینهوا وايي ولسمشر جینپینګ همدغه راز د علومو او تکنالوژۍ په برخه کې د چین د پوځ د خودکفایۍ غوښتنه کړې او ټېنګار یې کړی چې د چین زیرمې باید داسې ترتیبې شي چې د ملي ګټو د ساتلو وړتیا ولري.

شي جینپینګ د « ۲۰۲۷ د چین د خلق د ازادۍ بخښونکې اردو د پېړۍ د اهدافو» ترلاسه کول ضرور بللي‌ دي، چین یو پوځي ابتکار پیل کړی دی چې غواړي تر ۲۰۲۷ پورې خپل پوځي ظرفیتونه لا ډېر او لوړ کړي. امریکايی ناظرین په دې باور دي‌ چین غواړي تر دې کال پورې تایوان له نظامي لارې رالاندې کړي.

د چین ولسمشر تر دې مخکې ویلي‌ وو چې هېواد یې باید یو غښتلی ستراتیژیک ځواک ایجاد کړي او د جنګي روزنو له لارې خپل جنګي ظرفیتونه لوړ کړي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ د سه شنبې په ورځ د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو خبرداری ورکړی.

کین د چین د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپلې لومړۍ وینا کې وویل: «که متحده ایالتونه ونه درېږي او په غلطې لارې همداسې چټک روان وي.... یقینا چې جګړه او تقابل به وشي. دا ډول رقابت یو بې باکه قمار دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو ګټې او د بشریت اینده په کې په دو وهل کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د چینايي مقاماتو د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې واشنګټن د نړۍ په سیاسي او سوداګریز نظام کې مسئولانه همغږي غواړي او د چین د ځپلو نیت نلري.

هغه وویل: «د چین د مهار کولو، ځپلو او شاته د ټیل وهلو بحث نه دی. موږ رغنده رقابت غواړو چې عادلانه وي او د جګړې په لوري ولاړ نشي.»

په همدې حال کې تېره ورځ د امريکا د جنوبي قوماندانۍ مشر جنرال لورا ريچارډسن، چې د جنوبي امريکا د لويې وچې او کارابين مسئول دی، د متحدو ایالتونو د استازو خونې د وسله والو خدمتونو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې چين او روسيه د «ناوړه کړنو» له لارې د متحدو ایالتونو په دموکراتيکو ګاونډيو باندې د اغیز لرلو هڅه کوي.

هغه وویل: «دا یو ستراتیژیک خطر دی چې نه یې منلا شوي او نه یې هم له پامه غورځولای شو.»

اخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي دي چې متحده ایالتونه د یوازیني زبر ځواک په توګه نورو ته د پړې ګوتې د نیولو په ځای باید وښيي‌ چې څه کولای شي او څه باید وکړي.

XS
SM
MD
LG