د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه


په متحده ایالاتو کې د وسله وال تشدد په څو پیښو کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون د ګڼ شمیر کسانو تر وژل کیدو وروسته کانګریس جمعه جون ۲۴ (چنګاښ۳) د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه.

دا په تیرو ۳۰ کالونو کې لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو کانګرس د وسلو د کنټرول لپاره دا ډول اقدام پداسې حال کې وکړ چې څه کم ۲۴ ساعته وړاندې د امریکا سترې محکمې په هیواد کې د وسلو لرلو حقوق تائید کړل.

په امریکا کې د وسلو اړوند قوانین د محافظه کارانو او لیبرالانو لپاره یوه حساسه موضوع ده چې په ځانګړې توګه پدې تیرو څو میاشتو کې د ډله ایز وسله تشدد د پرله پسې پیښو څخه وروسته د هیواد د سیاست مهمه برخه هم ګرځیدلې.

دا د ۱۹۹۴ میلادي کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې د امریکا کانګریس په هیواد کې د وسلو د کنټرول لپاره دا ډول لایحه منظوروي. د استازو په مجلس کې چې د دموکرات ګوند پکې اکثریت دی، څو تن جمهوري غوښتونکو هم د لایحې ملاتړ کړی.

د سنا مجلس دا لایحه چې په ۸۰ پاڼو کې ترتیب شوې، د پنجشبنې په ورځ منظوره کړې وه او جمهور رئیس جو بایډن ته د توشیح لپاره استول شوې.

د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي د دې لایحې د منظوریدو څخه وروسته وویل، "دا لایحه ژوندونونه ژوغوري. مونږ پرې ډیر ډیر ویاړو".


د استازو د مجلس لخوا د دې اقدام څخه څو ساعته وړاندې د امریکا په سترې محکمې کې قاضیانو چې مشري یې محافظه کاران کوي د نیویارک په ایالت کې یو قانون چې تقریباً یوه پیړۍ مخکې منظور شوی و، لغو کړ. د دې قانون له مخې هر هغه چا چې غوښتل یې په پټه توګه وسله د ځان سره ولیږدوي، باید جواز ولري.

د کانګرس لخوا د وسلو د کټرول په لایحې کې راغلي چې د هغو ځوانانو او تنکي ځوانانو جرمي سابقه باید په پراخه توګه وکتل شي، چې وسلې اخلي او د فدرالي حکومت لخوا به ایالتونو ته مالي مرستې ورکول کیږي چې داسې قوانین معرفي کړي چې له مخې یې محکمو ته اجازه ورکړل شي په موقتي توګه د هغو کسانو څخه وسلې واخیستل شي چې ګواښ بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG