د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که ایران له امریکا سره معامله ونه کړي او خپل ناوړه چلند ونه دروي، "بد شیان به پیښ شي."
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د سولې بورډ په غونډه کې وویل: "موږ ښايي یو ګام نور هم مخکې ولاړ شو، یا ولاړ نه شو. موږ ممکن وکولی شو یوې موافقې ته ورسیږو. تاسو به شاید په راتلونکو لسو ورځو کې خبر شئ."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې ایران نشي کولای چې "د ټولې سیمې د ثبات په لور ګواښ ته دوام ورکړي."
سپینه ماڼۍ وايي، ایران به "ډیر هوښیار" وي چې له دې هیواد سره یوې موافقې ته ورسیږي او د خپل ناوړه چلند پر بندولو موافقه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د تهران پر وړاندې د نویو پوځي بریدونو په اړه غور کوي.
د امریکا پوځ په وروستیو اونیو کې سیمې ته پوځي تجهیزات لیږلي دي، که څه هم امریکا او ایران په دې میاشت کې د ډیپلوماټیک حل موندلو لپاره دوه غیر مستقیمې خبرې اترې ترسره کړې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "په ایران د برید لپاره ډېر دلیلونه او بحثونه شته."
هغې د مثال په توګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغې پریکړې ته اشاره وکړه چې د تیر جون په میاشت کې یې د امریکا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د رژیم د اټومي وسلو ځایونه ویجاړ کړل.
لیویټ وویل: "ولسمشر تل د ایران یا د نړۍ د هر بل هیواد په اړه ډیر روښانه دریځ لري چې ډیپلوماسي يې تل لومړی انتخاب دی او ایران به ډیر هوښیار وي چې د ولسمشر ټرمپ سره یوې موافقې ته ورسیږي."
لیویت زیاته کړه: "هغه [ولسمشر] تل د هغه څه په اړه فکر کوي چې د متحدو ایالتونو، زموږ د پوځ او د امریکا د خلکو په ګټه دي، او په دې توګه هغه [ولسمشر] د هر پوځي اقدام په اړه پریکړې کوي."
متحدو ایالتونو ویلي چې د ایران سره د یوې معاملې د یوې برخې په توګه، دوی غواړي د رژیم د اټومي وسلو فعالیتونه ودروي، د هغو لاریون کونکو وژنه بنده کړي چې د دسمبر په ۲۸مه یې د مذهبي رژیم پر ضد پاڅون پیل کړی و، او د بالستیک توغندیو او سیمه ایزو ترهګرو نیابتي ډلو د پراختیا بندیدل غواړي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پخپل تروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې که ډیپلوماسي ناکامه شي، نو هغه ښايي د امریکا هوايي ځواک د هند سمندر کې د برتانوي ټاپو او په سویلي انګلستان کې د برتانوي هوايي اډې څخه سیمې ته واستوي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي: "که ایران پریکړه وکړي چې معامله ونه کړي، نو متحده ایالتونه ښایي د ډیاګو ګارسیا او فیرفورډ هوایی ډګر کارولو ته اړتیا ولري ترڅو د یو ډیر بې ثباته او خطرناکه رژیم لخوا د احتمالي برید مخه ونیسي - یو برید چې په بالقوه توګه په بریتانیې او همدارنګه نورو ملګرو هیوادونو باندې ترسره کیدی شي."
فورم \ دبحث خونه