د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي د عربستان پاچا بې له امریکا واکمن نشي پاتې کېدی


داسې ښکاري چې دتیلو لوړو بیو ولسمشر ټرمپ پارولی دی
داسې ښکاري چې دتیلو لوړو بیو ولسمشر ټرمپ پارولی دی

په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو د بیو لوړوالي د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په غوصه کړی دی.

ښاغلي ټرمپ د سعودي پاچا ته ویلي دي چې د واشنګټن له مرستې پرته دوه اونۍ هم پاتې کېدی نشي.

نوموړي وویل"موږ سعودي ساتو. تاسو واياست چې هغوی شتمن دي. پاچا سلمان زما خوښیږي. ما وویل، پاچا- موږ تا ساتو او شاید له موږ پرته دوې اونۍ هم پاتې نشي. تاسو باید د خپلو ځواکونو لګښت په خپله ورکړئ."

ښاغلي ټرمپ د امریکا د میسیسپي د سوتاوین په ښار کې په یوې غونډې کې دا خبرې وکړې. د ټرمپ اداره له سعودي سره نژدې اړیکې پالي او دغو اړیکو ته په سیمه کې د ایران پر ضد د یو سپر په توګه کتل ګیږي.

ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته خپل لومړی بهرنی سفر ریاض ته وکړ.

ښاغلي ټرمپ ونه ویل چې د سعودي پاچا ته یې کله داسې څرګندونې کړي دي، خو د سعودي رسمي دولتي اژانس وايي چې نوموړي د شنبې په ورځ (سپتمبر۲۹) پاچا سلمان ته تیلیفون وکړ او د تیلو د انتقال، د مارکیټ د ثبات او نړیوالي اقتصادي ودې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

سعودي په نړۍ کې د تیلو ستر تولیدونکی هېواد ګڼل کیږي او اوس د تیلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان( اوپیک) مشري هم په غاړه لري. ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د اوپیک پر غړو هېوادونو کلک انتقاد وکړ او وویل چې دا هيوادونه ټوله نړۍ لوټوي.

نوموړي دا هم ویلي وو امریکا له کوم امتیاز پرته ډېر داسې هېوادونه ساتي چې په خبره یې بیا همدغه هېوادونه له دغه ملاتړ څخه ناوړه ګټه اخلي. ښاغلي ټرمپ هلته د کوم هېواد نوم وانخیست خو د اوپيک غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې د تیلو بیې راټېټې کړي.

داسې ښکاري چې د تیلو لوړې بیې بیو ولسمشر ټرمپ په غوصه کړی دی. اسوشیتډپرس وایي دا مهال د یو بیلر تیلو قیمت ۷۵ ډالره دی چې د تېرو کلونو لوړ شوی دی. د ۲۰۱۷ د اکتوبر په میاشت کې د یو بیرل تیلو قیمت ۵۰ ډالره و.

XS
SM
MD
LG