د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر: د افغان متحدینو د ایستلو هڅې دوام لري


د امریکا د دفاع وزیر لوید استن
د امریکا د دفاع وزیر لوید استن

د امریکا د دفاع وزیر وايي د هغو کسانو د راوېستلو هڅې دوام لري چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړېده.

لویډ آستن د جمعې په ورځ اکټوبر ۲۲( تلې ۳۰) د شمالي اتلانتیک د تړون ( ناټو) په مرکز بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "مونږ د هغو کسانو په وړاندې چې په افغانستان کې یې زمونږ سره کار کړی، اخلاقي مسئولیت لرو، که هغوی وغواړي چې له افغانستان څخه ووځي، مونږ به خپل ټول توان سره ورسره مرسته وکړو او دغه کارته به دوام ورکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې وروستیو کې ویلي دي چې متحده ایالات د تخلیې د پروسې د بیا شروع کولو لپاره د پوځي الوتونو لپاره کوم پروګرام نه لري، خو هڅه کوي چې د چارټر شوو الوتنو له لارې د تخلیې بهیر ګړندی کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل: "دغه نظریه چې مونږ د تخلیې الوتنې له سره پیلوو، هغه څه چې د اګست له ۳۱ مې مخکې مو درلودل، دقیقه نه ده."

له دې مخکې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه و ذکر کړی، راپور ورکړی و چې واشنګټن به د روان عیسوي کال له پایته رسېدو وړاندې د تخلیې الوتنې له سره پیل کړي.

ښاغلي پرایس وویل چې چارټرشوې الوتنې به په معمولي ډول دوام ولري، خو هدف دادی چې زیاتې یې کړو چې د امریکایي اتباعو، د دایمي اقامې د کارتونو د لرونکو او نورو کسانو د راویستلو بهیر اسان شي.

امريکایي چارواکي وايي د جولای د میاشتې له وروستیو د اګست د میاشتې تر ۳۰ مې پورې یې له افغانستان څخه ۱۲۴ زره کسان بهر لېږدولي دي.

خو د SIV د ویزو د هغو زرګونو متقاضیانو برخلیک چې د امریکا له حکومت او پوځیانو سره یې کار کړی او اوس هم په افغانستان کې پاتې دي، مبهم پاتې دی.

XS
SM
MD
LG