د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: له افغانستان سره شاوخوا ۲۶۶ میلیون ډالر مرسته کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغانستان سره د مرستې کولو د هوکړې پر بنسټ له دغه هېواد سره د شاوخوا ۲۶۶ میلیون ډالرو مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون جمعه جون څلورمه (غبرګولې ۱۴) وویل چې امریکا په بشري برخو کې د خپلو ملګرو ملاتړ کوي او دغه مرسته به هغو ۱۸ میلیونو افغانانو په ځانګړې توګه بېځایه شویو کورنیو ته ورسیږي.

بلینکن په یو ټویټ کې ویلي: "امریکا له کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو لکه بشري مرستو، بېځایه شویو کورنیو، له بهر نه راغلیو کډوالو او داسې نور یې له افغانستان سره مرسته په لومړیتوبونو کې راوستلې ده. زموږ وروستۍ مرسته هم د افغانستان سره د سولې او سوکالې راتلونکې د راوستلو هوډ ښيي."

یوازې په روان کال کې لږ تر لږه ۱۱۵ زره افغانان د جګړې له امله بېځایه شوي دي.

له ۵۰۰ زره ډېر نور هم له بهره خپل وطن ته کډه کړې چې دا ټول بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په دغو مرستو کې د روغتیا په برخې کې مرستې، بیړنۍ مرستې لکه خواړه او د څښاک اوبه او د کویډ-۱۹ ناروغۍ نه د خوندي پاتې کېدو په برخې اړوند موادو پکې شامل دي.

د دې سربېره دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې: "له نورو مرستندویو مننه کوو او له نړیوالو غواړو چې افغانستان سره د مرستې په برخې کې ګام کیږدي."

بلینکن یو وار بیا د افغان چارواکو او طالبانو نه وغوښتل تر څو د روانې شخړې درولو لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي تر څو اوربند پیل او د تل پاتې سولې راتګ سره څلوېښت کلنه جګړه پاې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG