د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پاکستان دې ترهگرو ته له پناه ورکولو ډډه ورکړي


د امریکا متحده ایالاتو له پاکستان غوښتي چې ترهگرو ډلو ته دې د امنو پناه ځایونو له برابرولو څخه لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پنجشنبې په ورځ (کب ٩) د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي سخت تاوتریخوالي په اړه وویل چې پاکستان باید د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې خپلې ژمنې عملي کړي او مالي منابعو ته د ترهگرو د لاس رسي مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ویلي چې واشنگټن له هند او پاکستان غواړي چې د راون کړکیچ د راکمولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

ددغه امریکایي مقام په ونیا د هند او پاکستان له لورې د پوځي فعالیتونو زیاتیدل به اوسنی وضعیت نور هم سخت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اعلامیه کې همداشان د پاکستان د صدراعظم عمران خان د ژمنې هرکلی کړی چې وایي د هند هغه پوځي پیلوټ به خوشې کړي چې د پاکستان د پوځ سره بندی دی.

دغه امریکایي مقام دا څرگندونې پداسې حال کې کوي چې په امریکا د پاکستان سفیر اسد مجید خان د چهارشنبې په ورځ (کب ٨) د پاکستان پر خاورې د هند د هوایي بریدونو په هکله د امریکا د غبرگون په نه څرگندولو انتقاد وکړ.

ښاغلی مجید خان په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د پاکستان پر خاورې باندې د هند هوایي بریدونه ندي غندلي او د هغه په ونیا دا کار له دغو بریدونو او د پاکستان په وړاندې د هند له موقف نه د ملاتړ په معنی گڼل کیږي.

د پاکستان سفیر همداشان زیاته کړې چې د امریکا له لورې د پاکستان پر خاورې باندې د هند د بریدونو نه غندل هند نور هم زړور کړی دی.

XS
SM
MD
LG