د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ټرمپ په لومړي کال په سرحد کې د کډوالو د تاریخي کمښت ستاینه کوي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر ۳۱مه د امریکا د سرحدي مامورینو د فعالیت ننګه وکړه، په داسې حال کې چې د کورني امنیت وزارت ویلي چې سږکال هیواد ته د سرحدونو څخه د کډوالو د راتلو کچه ۹۳٪ راټیټه شوې او د بې اسنادو کډوالو شړل تاریخي ټیټې کچې ته رسیدلې ده.

ولسمشر ټرمپ په تروت سوشیل کې په یوه پوست کې د لاس انجلس د ښاروالې کارن باس له خوا په سرحد کې د سرحدي مامورینو د استخدام د زیاتوالي په اړه د نیوکې په ځواب کې لیکلي "زموږ د سرتیرو شمیر بې ساري کچې ته رسیدلې او موږ به یې همداسې وساتو."

ولسمشر مخته لیکلي "زه د سرحدي ګزمې او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (آیس) باندې ډیر ویاړم، او هیڅوک زموږ د عالي هسپانوي نژاده خلکو نه د سرحد په مسایلو ښه نه پوهیږي چې امریکا بیا بااعظمته کوي!"

په ورته وخت کې، د امریکا د کورني امنیت وزارت د کال په پای کې په یوه ارزونه کې چې د دسمبر په ۱۹مه خپره شوه او د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ @RapidResponse47 د ایکس په ټولنیزې شبکې کې خپور شو وویل چې دې ادارې "د امریکا په تاریخ کې ترټولو خوندي پوله جوړه کړې ده."

په بیان کې ویل شوي چې د سرحد نه د کډوالو د اوښتو د کمښت سربیره، د بې اسنادو کډوالو نیول هم په اوسط ډول هره ورځ ۲۴۵ کم شوي دي.

په بیان کې ویل شوي، "د می له میاشتې څخه تر نومبر میاشتې پورې، پرله پسې اووه میاشتې، د متحدو ایالتونو د سرحدي ګزمې (USBP) هیڅ غیرقانوني کډوال هیواد ته داخلیدو ته نه دی پریښی."

"د ټرمپ د حکومت لاندې، د جنوبغربي پولې په اوږدو کې ټولټال ۷۳،۳۲۹ کسان نیول شوي دي، چې د بایډن د ادارې په جریان کې د میاشتني اوسط توقیف ۱۵۵،۴۸۵ و چې ۵۳ سلنه کم دي."

حکومت اعلان وکړ چې د ټرمپ ادارې د غیرقانوني کډوالۍ په وړاندې د مبارزې له امله څه باندې ۲.۵ میلیون غیر قانوني بهرني اتباع له متحدو ایالتونو څخه وتلي دي، چې پکې شاوخوا ۱.۹ میلیون هغه کسان شامل دي چې پخپله خوښه وتلي دي او څه باندې ۶۲۲ زره کسان شړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG