د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په اتومي پروګرام خبرې او د بندیانو برخلیک


یو شمیر فعالینو په ویانا کې دایران د اتومي پروګرام په خبرو کې د بندیانو پر سر د خبرو غوښتنه هم کړې.
یو شمیر فعالینو په ویانا کې دایران د اتومي پروګرام په خبرو کې د بندیانو پر سر د خبرو غوښتنه هم کړې.

د اتریش په پایتخت ویانا کې د ایران د اتومي پروګرام په هکله خبرې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران د استازو تر منځ پدې هدف پیل شوي چې څنګه پدې تړون کې متحده ایالات او ایران بیرته یو ځای کړي.

سره لدې چې پدې خبرو کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی خو دا ځل فعالینو او په ایران کې د لویدیځو هیوادونو بندیانو د اتومي مسلې تر څنګ یوه ټولنیزه او بشري موضوع هم راپورته کړې.

بیري روزن اوس ۷۷ کلن دی او د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۱ په کالونو کې چې په تهران کې امریکایي اتباع او دپلوماتان د متحده ایالاتو د سفارت په ودانۍ کې یرغمل شوي و، دی هم پکې و. ښاغلی روزن د اتریش پایتخت ویانا ته تللی او د هغو څه باندې ۱۲ بهرنیو اتباعو د خوشې کیدو غوښتنه کوي چې یا په ایران کې بندیان او یا په کورونو کې نظر بند دي.

دغه پخواني یرغمل شوي امریکایي د ایران د اتومي پروګرام په خبرو کې په ایران کې د بهرنیو اتباعو د بندیانو بدې ورځې ته د پام غوښتنه کړې او څه موده وړاندې یې د نه خوړلو اعتصاب هم کړی و.

هغه وایي "څلویښت کاله کیږي چې زه آزاد شوی یم او ما د ځان سره پریکړه وکړله چې زه باید (ایران کې د بهرنیو بندیانو) ته یو څه وکړم". ښاغلی روزن د ځان سره یوه لیک دړه هم لیږدوي او پرې یې لیکلي، "یرغمل شوي آزاد کړئ".


د ایران په اتومي خبرو کې د امریکا جګپوړي مرکچي راب مالي تیره اوونۍ د ښاغلي روزن سره وکتل او ډاډ یې ورکړ چې په ایران کې د غربي هیوادونو بندیان به هیر نشي.

ښاغلي مالي د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۴ په ټویټر کې د روزن د مېړانې هڅې وستایلي چې د هغو کسانو د خوشې کیدو لپاره یې کوي چې په ایران کې په ناسمه توګه نیول شویدي.
د امریکا جګپوړي مرکچي په ټویټر کې لیکلي، "مونږ پدې ناورین بشپړ تمرکز لرو. "
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د ویانا په خبرو کې د اتومي پروګرام تر څنګ د بندیانو پر سر موافقې ته رسیدل هم امکان لري.

د وزارت ویاند سعید خاطبزاده پدې هکله خبریالانو ته وویل، "که مقابل لوری (متحده ایالات) اراده ولري امکان یې شته چې د دواړو موضوعاتو په هکله په لنډې مودې کې د اعتبار وړ او دایمي موافقې ته سره ورسیږو".

خو بل پلو بیا متحده ایالات وایي چې د بندیانو او اتومي پروګرام موضوع باید د یو بل سره ونه تړل شي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس پدې هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اتومي پروګرام سره د بندیانو د سرنوشت تړل "زمونږ هدف او د د هغوي (ایران) په ګټه ندي".

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، " مونږ غواړو چې د دې امریکایانو د بیرته راتګ یوه ځانګړې غوښتنه وي او مونږ د دې موضوعاتو بیلوالی غواړو."

په ایران کې ډیری بهرني اتباع چې بندیان دي په خټه ایراني دي او د جاسوسۍ تورونه پرې لګیدلي خو د هغوي کورنۍ دا تورونه د مسخرو وړ بولي ردوي یې.

یو شمیر بهرنیان چې په ایران کې بندیان دي د کورنۍ غړیو یې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د نه خوړلو اعتصابونه یې کړي.

په خټه ایرانی برتانوی انجینر انوش عاشوري چې ۶۷ کاله عمر لري او په ایران کې بندي دی، خوراک یې بند کړی او ۳۶ کلن فرانسوی بنجامین برایر چې ټینګار کوي ایران ته د سیل لپاره تللی و او هلته بندي دی د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر راپدیخوا یې د نه خوړلو اعتصاب کړی.




XS
SM
MD
LG