د لاس رسي وړ اتصالات

د څار ډله: داعش په سوریې کې نهه حکومت پلوه جنګیالي وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دویمه) وویل چې د داعش ډلې د سوریې په ختیځ کې نهه حکومت پلوه جنګیالي وژلي دي.

د بشري حقونو د څار دا ډله، چې په بریتانیا کې مېشته ده، وايي په سیمه کې خپلې معلوماتي سرچېنې لري.

د دغې ډلې د معلوماتو په اساس په روانې اوونۍ کې په سوریه کې د داعش د جنګیالیو په بریدونو کې شاوخوا ۳۰ حکومتي او حکومت پلوه سرتېري وژل شوي دي.

د چهارشنبې د ورځې راهېسې د راقه په ایالت کې د داعش او حکومتي ځواکونو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده. په دغې جګړې کې د راپورونو په اساس د داعش اووه غړي هم وژل شوي دي.

جګړه له هغه وروسته پیل شوه چې راقه ته په لار د پوځ او ملېشو په یو بس برید وشو. د داعش ډلې ادعا وکړه چې دا برید هغوی کړی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د دوشنبې د ورځې دا برید په روان کال کې تر ټولو خونړی و. په برید کې ۱۵ تنه ووژل شول.

د څار دا ډله وايي چې تېره ورځ د دمشق په ختیځ کې د داعش په یو بل برید کې هم څلور حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

د داعش ډلې په عراق او سوریې کې خپل خلافت اعلان کړی و، خو په ۲۰۱۹ کې د امریکا په ملاتړ حکومتي ځواکونو یې خلافت ړنګ کړ او د عراق حکومت یې په ضد بری اعلان کړ.

خو لا یې هم هلته جنګیالي د رژیم او کردي جنګیاليو په ضد ګوریلايي او غلچکي بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG