د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: د انتخاباتي جنجال حلول د پوځ کار ندی


د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمیتې عمومي مشر جنرال مایک میلي.
د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمیتې عمومي مشر جنرال مایک میلي.

د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړي جنرال وایي پوځ د انتخاباتو په پروسه او د جنجالونو په حل کې هیڅ نقش نلري.

د امریکا د پوځ عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي په یو سند کې چې د جمعې په ورځ، اګست ۲۹ (وږي ۷) خپور شوی، د کانګریس غړیو ته ویلي "که د انتخاباتو په کومې بڼې جنجال پیدا کیږي، د قانون له مخې دا د امریکا د کانګریس او محاکمو کار دی چې حل یې کړي، دا د پوځ کار ندی".

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ شک ښودلی چې ښایي په انتخاباتو کې به ټګي او برګي وشي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر دغه څرګندونې د امریکا د کانګریس د دوه دیموکرات ګوند غړیو د پوښتنو په ځواب کې کړي چې یوه کاپي یې د رویټرز خبري اژانس هم تر لاسه کړې.

جنرال مارک میلي په لیک کې ویلي دي چې د انتخاباتو په پروسه کې د وسله والو ځواکونو هیڅ نقش نه ګوري. د امریکا دغه جګپوړي نظامي چارواکي ویلي " مونږ به د امریکا اساسي قانون له پامه نه غورځوو".

په امریکا کې د پوځ د مداخلې په هکله وروسته تر هغې اندیښنې پیدا شوې چې د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې په یو شمیر ښارونو کې د مظاهرو او ناکراریو د آرامولو لپاره به پوځ وګماري.

XS
SM
MD
LG