د لاس رسي وړ اتصالات

غني: په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام نور د زغملو نه دی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغانستان کې د هدفي وژنو او چاودنو ډېرښت سره د دغه هېواد ولسمشر ویلي چې د تاوتریخوالي دوام دوی ته د زغملو نه دی.

محمد اشرف غني پرون پنجشنبه ډسمبر ۲۴ (مرغومی ۴) د اندونیزیا د محمدیه علماو د ټولنې مشر سره په ملاقات کې ویلي: "د اسلام د نړۍ ټول عالمان د افغانستان شخړه نا مشروع بللې. دغه جګړې موږ ته هم بیلابیل تاوانونه رسولي چې نور د زغملو نه دي."

ښاغلي غني افغانستان کې د سولې لړۍ باندې د اندونیزیا رول ګټور ګڼلی او د یاد هېواد تجربې یې د حکومت او ان د طالبانو په ګټه بللي تر څو د سولې لاره غوړه کړي.

د ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د اندونیززیا د محمدیه علماوو مشر یوسف کلا ویلي چې هېواد یې یوې داسې ناستې کوربتوب ته چمتو دی چې د ټولو اسلامي هېوادونو علما پکې ګډون او د افغانستان جګړې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي کلا دغه هېواد کې د روان تاوتریخوالی په اړه خواشيني ښودلې او له طالبانو یې غوښتې چې جګړه ودروي.

په تېرو څو اونیو کې افغانستان کې د خبریالانو او مدني فعالانو د هدفي وژنو پېښې په بېسارې ډول ډېرې شوي دي.

دغو پېښو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي خو لا هم دغه لړۍ روانه ده.

په وروستۍ پېښې کې مدني فعاله فرشته کوهستاني تېره ورځ په کاپیسا کې د نا څرګنده وسله والو له خوا ووژل شوه.

وړمه ورځ د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید هم په ورته پېښې کې کابل کې ووژل شو.

تېره اونۍ همدا شان غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد د وسله والو په برید کې ووژل شو.

له هغه څو ورځې مخکې ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند هم د وسله والو په ‌ډزو کې ووژل شوه.

نیږدې یوه نیمه میاشت مخکې هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي هلمند کې د ده په موټر نښلول شوي بم د چاودنې له امله ووژل شو او ورور یې ټپي شو.

د الیاس داعي له وژنې مخکې بل پخوانی خبریال یما سیاوش هم د ورته پېښې له امله کابل کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد، افغانستان کې د هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرکنده کړې او ویلي دي چې دغه لړۍ به د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي امریکا به افغانستان کې د یو سیاسي هوکړې او اوربند د ټینګولو هڅې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG