د سولې د ماموریتونو دپاره د امریکا ځانګړي استاځي سټیف ویټکاف د چارشنبې په ورځ په ماسکو کې د روسیې د ولسمشر سره د اګست د ۸ مې نېټې د مهلت د پوره کېدو مخکي لیدلي دي.
دغه مهلت ولسمشر ټرمپ د اوکراین د جګړې د اوربند په برخه کې ټاکلی دی.
د روسیې د باندنیوچارو وزرات هغه ویډیو خپره کړې چې د کریملن په ماڼۍ کې د ښاغلي ویټکاف او ولسمشر ویلادمیر پوتین روغبړ ښکاره کوي. د دواړو خواوو ترمنځ غونډه پای ته رسېدلې ده، خو د غونډې د نتیجې په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.
ددواړو خواوو ترمنځ لیده کاته د هغه مهلت د پوره کیدو دوه ورځې مخکې ترسره کېږي چې ولسمشر ټرمپ روسیې ته ټاکلی دی چې د اوکراین سره د سولې موافقه وکړي او یا د اقتصادي بندیزونو د بلې لړۍ سره مخ شي چې په کښي پر هغو هیوادونو هم بندیزونه شامل دي چې د روسیې ځخه ارزانه تیل رانیسي.
د روسیې د تیلو په برخه کې امریکا چین اوهند په ګوته کړي چې د روسیې څخه زیاته اندازه ارزانه تیل رانیسي او د امریکا په وینا په اوکراین کې د روسیې د «جکړې ماشین تمویلوي.»
په عین حال کې د سې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې ناورې، ډنمارک، سویډن او هالنډ هود کړی دی چې د ۱ میلیاردوډالرو په ارزښت به د امریکا ساخت نظامي وسایل او وسلې رانیسي او اوکراین ته به یې انتقال کړي. په دغو وسلو کې د پټریاټ په نامه میزایلونه او نور مهمات شامل دي.
ولسشمر ټرمپ وروسته له هغې د روسیې په برخه کې مایوسي څرګنده کړه چې دغه هیواد په اوکراین باندې خپلو هوايي بمباریوو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوي او د ملکیانو ډک ښارونه په نښه کوي. امریکايي چارواکي وايي چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې په لسګونو زره خلک وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه