د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اروپايي ټولنې د شمالي کوریا د تحت البحري مزایل ازمایښت وغانده


د امریکا متحده ایالتونو، بریټانیا او فرانسې د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۰(تلې ۲۸) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې بیړنۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې د شمالي کوریا تسلیحاتي پروګرام پرمختګونه درلودلي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا بیړنۍ غونډه وروسته له هغه ترسره شوه چې شمالي کوریا له اوبتل څخه بالستیک توغندی وازمایه.

د امنیت شورا دا غونډه د امریکا او بریټانیا په غوښتنه ترسره شوه. د امنیت شورا غړو د چهار شنبې په ورځ له رسنیو سره خبري وکړې او د شمالي کوریا د تحت البحري بالستیک توغندي ازماښت یې وغانده او هغه یې یو "تحریک کوونکی" ازمایښت وباله.

د امنیت شورا غړو د پیویانګ په وړاندې د نویو بندیزونو د لګیدو او یا هم مشترک اقدام په اړه له خبرو کولو پرته وویل چې هغوی به د شمالي کوریا په وړاندې نړیوالو تعزیراتو او تطبیق ته یې دوام ورکړي.

چین او روسیه دواړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي‌ غړي دي ، هیڅ یوه د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د ازماښت په اړه څه ویلي ندي.

اسوشیټد پرس د څو دیپلوماتانو له قوله چې غوښتي یې دي‌ نومونه یې ذکر نشي ویلي، د ملګرو ملتونو هیڅ دایمي غړي د مشترکې اعلامیې د وړاندې کیدو پیشنهاد کړی ندی.

دغو دیپلوماتانو همدارنګه ویلي دي د امنیت شورا په تیره غونډه کې چې د اکټوبر په لومړۍ نیټه ترسره شوه، فرانسې وړاندیز وکړ چې د شمالي کوریا له خوا دې د بالستیک توغندیو د ازماښت په اړه مشترکه اعلامیه صادره شي، خو دا وړاندیز د بیجینګ او مسکو له خوا رد شو.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایرلنډ سفیرې جرالدین بیرن وویل:"موږ په شدت سره د تحریک کوونکی اقدام چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه ده، غندو."

میرمن ناسون زیاته کړه ، شمالي کوریا ددغه تحت البحري بالستیک توغندي په ازمایلو سره ښکاره کړه چې یاد هیواد د خپل اټومي پروګرام په پراختیا ټینګار کوي او هڅه کوي‌ چې خپل سمندري هسته یی توانایي نندارې ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا سفیرې لینډا تاهاس ګرینفیلد ویلي دي‌ چې د بالستیک توغندیو په ګډون د شمالي کوریا هر تازه تسلیحاتي پرمختګ سیمه بې ثباته کوي او "نړیواله سوله او امنیت ګواښي."

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا سفیرې همدارنګه له شمالي‌ کوریا څخه وغوښتل چې له ډیرو تحریک کوونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي. هغې زیاته کړه د شمالي کوریا د بالستیک غوندیو ازمایښت غیر قانوني فعالیت او د امنیت شورا له څو پریکړه لیکونو سره په مخالفت کې دی.

میرمن ګرینفیلد وویل:" موږ له ټولو غړو هیوادونو غواړو چې څو په خپلو تعزیراتي پروګرامونو عمل وکړي. موږ اوسمهال د شمالي کوریا په وړاندې یو تعزیراتي رژیم لرو. موږ اوس یوازې اړتیا لرو چې د عملي‌ کیدو په اړه یې جدي ووسو. موږ باید پر هغو کسانو تمرکز وکړو چې تعزیرات نقض کوي."

د امریکا پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د امنیت شورا وهڅوله چې د رایو په اکثریت پر شمالي‌ کوریا یو لړ شدید اقتصادي بندیزیونه ولګوي او ددې بندیزونو له لارې، هغه هیواد ته د تیلو واردات او له هغه هیواد څخه د ډبرو سکرو، وسپنې، کبانو او نساجي د صادریدو مخه ونیسي.

د ټرمپ حکومت همدارنګه چین تورن کړ چې پر شمالي کوریا نړیوال بندیزونه په بشپړ ډول نه عملي کوي، هغه تور چې د بیجینګ له خوا رد شوی دی.

XS
SM
MD
LG