هغه افغان تبعه چې په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارد په دوو سرتېرو باندې د برید او وژنې له تورونو سره مخ دی، په محکمې کې د خپلې بېګناهۍ ادعا کړې ده.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د سهشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په وسلې سمبال رحمان الله لکڼوال دعمدي قتل په جرم تورن شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي:
"د واشنګټن ډي سي د عالي محکمې قاضي نن د دې احتمال دلیل ترلاسه کړ چې لکڼوال په وسلې سمبال حالت کې د عمدي قتل، په وسلې سمبال حالت کې د وژلو د قصد برید، او د تاوتریخوالي د جرم د تر سره کولو پرمهال د دوو قضیو په جرمونو کې دخېل دی، او امر یې وکړ چېلکڼوال دې د لومړنۍ محکمې پورې پرته له ضمانته په بند کې پاتې شي."
لکڼوال د دسمبر په دویمه، د سهشنبې په ورځ، له روغتون څخه د ویدیو له لارې په محکمې کې حاضر شو او د هغه مدافع وکیل د هغه په استازیتوب د بېګناهۍ ادعا وکړه.
۲۹ کلن رحمانالله لکڼوال چې په وسلې سمبال و، د ملي ګارد د سرتېري سارا بیکستروم د وژنې په تور د عمدي قتل په جرم تورن شوی دی. دغه برید چې کمین ورته نیول شوی و د شکرانې له ورځې یوه ورځ مخکې، د نومبر په ۲۶مه، د سپینې ماڼۍ څخه څو سړکه لرې شوی و.
مېرمن بیکستروم، چې ۲۰ کلنه وه، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۷مه د خپلو ټپونو له امله مړه شوه. د ملي ګارد بل سرتیری، اندریو ولف، ۲۴ کلن، په برید کې سخت ټپي شوی او لا هم په روغتون کې بستر دی.
دغه قضیه په واشنګتن کې د اف بي ای د څانګې او د ښار د پولیسو له لوري پلټل کېږي.
امریکایي چارواکي وايي لکڼوال، چې د واشنګټن په شمال لوېديځ ايالت کې اوسېده، د هېواد له يو سر څخه بل ته سفر وکړ او د ملي ګارد پر دوو سرتېرو باندې یې ډزې وکړي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې په يوه سړک کې پر دندې بوخت وو.
په دې ډزو کې ۲۰ کلنه ساره بیکستروم تېره پنجشنبه د خپلو ټپونو له امله مړه شوه. بل ټپي، اندرو وولف، لا هم په نازک روغتیایي حالت کې دی.
د کورني امنیت د وزارت په وینا، لکڼوال د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۸ مه نېټه د افغانستان نه د را ایستنې په بی نظمه او له ګډوډیو ډکو عملیاتو پر مهال "ملګرو ته د ښه راغلاست" د پروګرام له لارې امریکا ته راغلی وو.
د کورني امنیت د چارو وزیرې کرستي نوم د یکشنبې په ورځ اې بي سي نیوز سره د مرکې په ترڅ کې وویل:
"هغه د بایډن ادارې له خوا ملګرو ته د ښه راغلاست د عملیاتو له لارې هېواد ته راوستل شو. ښايي وروسته تر هغې د هغه سابقې ته کتنه شوې وي، خو د ولسمشر بایډن د ټاکل شویو لارښونو سره سم دا کار په غوره توګه ندی شوی. او اوس، له هغه وخت راهيسې چې دلته دی، موږ باور لرو چې کېدی شي دلته د خپلې ځایي ټولنې یا خپل ایالت په کچه سختدريځ شوی وي."
د دې برید وروسته چې امریکایي چارواکو 'ترهګریز' برید وباله، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو بهیر یې درولی دی.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ د یوه پوښتنې په ځواب کې، چې تر کومې نېټې به د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو بهیر ځنډېدلی ويي، خبریالانو ته وویل:
"د وخت له لحاظه هیڅ محدودیت نشته، خو دا کېدای شي د ډېر اوږد وخت دپاره وي. "
فورم \ دبحث خونه