د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشر مېرمن اوکراین ته تللې 


د امریکا او د اوکراین د ولسمشرانو میرمنې
د امریکا او د اوکراین د ولسمشرانو میرمنې

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر میرمن جیل بایډن نن یکشنبه مۍ اتمه (غوايي اتلسمه) په یو غیر منتظره او له مخکې په نا اعلان شوي سفر اوکراین ته ولاړه.

نوموړې د اوکراین په یو سرحدي ښار کې د هغه هېواد د ولسمشر له میرمن اولینا زیلینسکا سره ولیدل او بیا یو ځای د یو ښوونځي لیدو ته ولاړې. دا ښوونځی اوس د اوکراین د ېیځایه شویو تمځای ګرځېدلی.

میرمن زیلینسکا اوکراین ته د جیل بایډن سفر «زړور اقدام» وباله او وویل: «موږ په دغو جنګي شرایطو کې، چې هره ورځ په کې نظامي اقدامات کېږي او د خطر زنګونه اورېدل کیږي چې نن هم واروېدل شو، د امریکا د ولسمشر د میرمن سفر درک کوو.»

دوی دواړو شاوخوا یوه ساعت خبرې وکړې. میرمن بایډن له دغو خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: «ومې غوښتل د مور په ورځ دلته راشم. زه فکر کوم دا مهمه ده د اوکراین خلکو ته وښایو چې دا جګړه باید ودرول شي، دا ظالمانه جګړه ده او د امریکا خلک د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ دي.»

نوموړې د سلواکیا له لارې اوکراین ته ولاړه. هغې د مور ورځ، مۍ اتمه (غوايي اتلسمه) په سلواکیا کې د اوکراین له کډوالو میندو سره ونمانځله.

میرمن بایډن د روسیې د یرغل له کبله دغو بې ځایه شویو اوکراینۍ میندو ته وویل چې د امریکا خلک ورسره د زړه له اخلاصه ولاړ دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس نوموړې د موټرو په یو تمځای کې،‌ چې اوس د کډوالو د چارو د بهیر د ارزولو په ۲۴ساعته مرکز بدل شوی له اوکرینۍ میندو سره ولیدل او اوږدې خبرې یې ورسره وکړې.

یوې مور ورته وویل، نپوهېږي چې خپلو دریو بچیانو ته څنګه وضاحت ورکړي چې روسیې ولې په اوکراین یرغل کړی دی.‌ هغې وویل چې په خپله هم نپوهېږي چې ولې.

جیل بایډن همدغه راز په سلواکیا کې هغه ښوونځي ته ولاړه چې د اوکراین ماشومان په کې زده کړې کوي. هغې هلته د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو رسولو چارې هم ولېدلې. د امریکا د ولسمشر میرمن په څلور ورځني سفر لویدیځې اروپا ته تللې ده چې اوکرایني کډوالو او د هغوی کوربانه هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې امریکا ورسره ده.

ملګري ملتونه وايي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله څه باندې ۵.۸ میلیون اوکراینیان بېځایه شوي چې شاوخوات۷۴۰۰۰ یې په سلواکیا کې مېشت شوي.

XS
SM
MD
LG