د لاس رسي وړ اتصالات

کاملا هریس په اوکراین د روسیې یرغل کې د جنګي جرمنو د پلټنو غوښتنه وکړه


د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس په اوکراین باندې د روسیې د یرغل او په یو زېږنتون کې د میندواره ښځو او ماشومانو په ګډون په ولسي خلکو د بمباریو په اړه د جنګي جرمونو د نړیوالې پلټنې غږ بدرکه ګړ.

په اصل کې مېرمن هریس په دې اړه د نړۍ د مشرانو غوښتنه بدرګه کړې ده. نوموړې په وارسا کې د پولنډ له ولسمشر اندري ‌دودا سره تر ملاقات مخکې په دې اړه د تحقیقاتو په اړتیا بیا تاکېد وکړ. هغه ختیځې اروپا ته تللې چې خپلو ایتلافیانو ته د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړي.

نوموړې، چې د پولنډ د ولسمشر تر څنګه ولاړه وه، وویل: «دقیقآ باید تحقیقات وشي‌ او موږ یې ټول باید وګورو.»

د پولنډ ولسمشر وویل: «موږ ته څرګنده ده چې روسیه په اوکراین کې جنګي جنایات کوي.»

د میرمن هریس تر دغې غوښتنې یوه ورځ مخکې د اوکرایني چارواکو په خبره د روسیې الوتکو د اوکراین په ماریپول کې په یو زېږنتون هوايي برید وکړ چې لږ تر لږه درې کسان په کې وژل شوي دي.

د امریکا نوې مالي مرستې

کاملا هریس همدغه راز له اوکراینیانو سره د امریکا د نویو مالي مرستو اعلان وکړ. هغې په یوې اعلامیې کې « په اوکراین کې د روسیې په بې موجبه یرغل کې زیانمنو شویو اوکراینیانو سره د مرستو لپاره» ۵۳ میلیون ډالرو تازه بشري مرستې اعلان کړې.

نژدې دوې اونۍ مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو له اوکراین سره د طبي وسایلو، خوراکي موادو او نورو برخو د برابرولو لپاره ۵۴ میلیون ډالر مرسته وکړه.

د تحقیقاتو پایله

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د دوی پلټنو وښوده چې د چرنیوف په ښار کې د روسیې بمبارۍ ښايي جنګي جنایات وشمېرل دي.

د روسیې الوتکو د مارچ په درېیمه په دغه ښار کې بمبارۍ وکړي چې د راپورونو په اساس ۴۷ ولسي‌خلک په کې وژل شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي دوی په دې اړه تحقیقات وکړل او ویې موندل چې ښايي دا جنګي جرمونه وګڼل شي.

د دغه سازمان مقامات وايي‌ چې په سیمه کې یې له خلکو سره د مرکو او ویدیوګانو له تحلیل وروسته معلومه شوه چې هلته یو ډول نه کنترول کېدونکي هوايي بمبونه چې « ګونګي بمونه» بلل کېږي، په چرنیوف کې کارول شوي دي. وايي بمونه تر ډېره په هغو ولسي خلکو غورځول شوي چې د خوراکي موادو ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

روسیه د جنګي جنایاتو تورونه ردوي

خو روسیه په اوکراین کې د خپل یرغل په مهال د جنګي جنایاتو تورونه ردوي او په زېږنتون باندې د برید تورونه «جعلي خبر» بولي.‌ وايي دا روغتون مخکې زېږنتون و چې اوس په کې عسکر دیره وو.

د یوکراین ولسمشر په دغه روغتون برید «نسل وژنه» وبلله او له لویدیځ یې وغوښتل چې د اوکراین هوايي‌ حریم د پروزاونو لپاره ممنوع اعلان کړي.

خو د امریکا متحده ایالتونه د دغه وړاندیز سره موافق نه دی او همدغه راز یې د پولنډ هغه غوښتنه هم رد کړه چې غواړي دوې روسیۍ جټ الوتکې په جرمني کې د امریکایي عسکرو پوځي ‌اډې ته انتقال کړي، وايي په دې کار سره به امریکا مخامخ له روسیې سره مواجهه شي.

یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي وویل چې امریکا له اوکراین او نورو ایتلافیانو سره په خبرو بوخته ده چې کیف ته دفاعي وسلې ورکړې، خو په دې کې به هوايي وسلې نه وي.

په اروپا کې د امریکا د ځواکونو د قوماندانۍ ویاند ادم میلر وویل چې امریکا وار دمخه له ځمکې هوا ته د وېشتل کېدونکو میزایلو بټرۍ پولنډ ته انتقال کړي دي.‌ ده په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا بټرۍ معمولآ په جرمنې کې وې، خو د پولنډ په غوښتنه هغه هېواد ته انتقال شوې.

XS
SM
MD
LG