د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش په خلاف د امریکا او فرانسې د همکارۍ پراختیا


د متحده ایالاتو او د فرانسی جمهورو رئیسانو ژمنه وکړه چې په عراق او سوریه کی به د داعش د ماتولو لپاره همکاري پراخوي.

جمهور رئیس براک اوباما د فرانسې له جمهور رئیس فرانسوا اولاند سره د سه شنبی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ملاقات نه وروسته د یوه گډ مطبوعاتي کانفرانس په دوران ښاغلی اولاند مخاطب کړ او ویی ویل:

" مونږ نن دلته ددې لپاره ولاړ یو او په گډه دا اعلان کوو چې متحده ایالات او فرانسه دواړه یوځای یوله بل سره ولاړ دي او خپل بشپړ پیوستون او اتحاد به ترمنځ برقرارساتي."

ښاغلي اوباما همدارنګه ووویل " له هغو کسانو نه به تپوس وشي چې په پاریس کې یې تروریستي حملې وکړې اوهم به له هغو خلکو سره حساب او کتاب وشي چې حمله کوونکي یې رالیږلي وو." اوباما وویل متحده ایالات د فرانسی له ولس سره ولاړ دي.

ښاغلي اوباما په سوریه اوعراق کی داعش یو داسې افت وباله چې ټول یې له گواښ سره مخامخ کړي یو.


" زه او جمهور رئیس فرانسوا پدې اړه هم نظری یو چې دواړه ملتونه باید په گډه زیات کار وکړي او مونږ د داعش پرضد د فرانسې د وروستیو هوایي حملو ملاتړ کړی او په راتلونکې کې به هم زمونږ ترمنځ هم اهنگي اوهمکاري جاري وي."

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند بیا د ښاغلي د اوباما نه مننه وکړه چې د پاریس د بریدونو نه وروسته یې د همکارۍ لپاره سینه ډبولې وه

"کله چې په پاریس کې د ټروریسټي حملو سمدستي وروسته په خبري رسنیو کې معلومات خپاره شول او مونږ پته ولگیده چی چا کړی دي، تاسو لومړی خارجي مشر وۍ چی نیمه شپه مو راته تلیفون وکړ او کله چی مو زنگ راغی زه پوه شوم چې تاسو غوښتل چی پېوستون ، همدردي او ملگرتیا په دغه سخته شیبه کی له مونږ سره څرگنده کړئ او په دی مو ډاډه کړئ چی حکومت او خلک مو له فرانسویانو سره ولاړ دي."

اولاند چې په پاریس کې د وژونکو حملو په ځواب کې یې په سوریه کې د داعش پرمرکزونو د هوایي بریدونو احکام جاري کړل،وایي " دا عملیات به ترهغې وخته دوام ولري چې کومه خاوره چې داعش قبضه کړې ، له گوتو نه یی ونه ویستل شي ،مشران یی پیدا او ونه وژل شي او ټولی شبکی یی تباه نه شي."

جمهور رئیس اوباما د دوشنبی په ورځ د بریتانې د صدراعظم ډیویډ کمیرون سره هم په واشنگټن کې د ملاقات په وخت په سوریه اوعراق کې د داعش پر ضد د جنگ د پراخولو په باب خبرې کړی وې.

ټاکل شوی ده چی اوباما په باب په همدې اوونۍ کې د روسیی اوچین د جمهورو رئیسانو سره هم ملاقاتونه وکړي . بریتانیې د فرانسی سره د داعش پرضد په هوایي حملو کی د مرستی ژمنه کړی ده او روسیی په رقعا کې د داعش پر مرکزنو باندی د هوایی عملیاتو ساحه پراخه کړي ده.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د نړۍ ټولو قدرتونو ته اجازه ورکړیده چې د داعش د ټکولو او ځپلو لپاره دې د ټولو لازمو وسایلو نه کار واخلي.‌

XS
SM
MD
LG